Pajhwok Afghan News

په فاریاب کې د دوو ځوانانو مړي موندل شوي

میمنه (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۱): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي، د دوو کسانو مړي د یاد ولایت په پښتونکوټ او شیرین تګاب ولسوالیو کې موندل شوي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الله محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یوه ۱۷ کلن ځوان مړی د پښتونکوټ ولسوالۍ په عرب اقسای سیمه کې موندل شوی او د میمنې روغتون سړې خونې ته لېږدول شوی؛ خو تر اوسه یې هویت څرګند نه دی.

د هغه په خبره، په پښتون کې د موندل شوي مړي له نښو څخه ښکاري چې دغه کس د یو چا لخوا وژل شوی؛ خو د وژنې عامل او انګېزه او دغه راز د مقتول هویت لا مشخص شوی نه دی.

ده زیاته کړه، دویم مړی چې د نورالدین په نامه یوه شخص اړوند دی او یو نیم کال مخکې د شیرین تګاب ولسوالۍ په مرکز کې نادرکه شوی و، پرون په یوه څاه کې موندل شوی دی.

د میمنې روغتون د بېړنۍ خونې ډاکټران وایي، روغتون ته د راوړل شوي جسد معاینات ښېي چې دغه کس د سر په برخه کې په ډبره ویشتل شوی.

په ورته وخت کې، د نورالدین خپلوان وایي چې مقتول د تګاب ـ جوزجان پر لاره یو لیني موټر درلود او د تېرحکومت پر مهال یو ماښام کور ته د تلو په وخت کې نادرکه شو، بالاخره پرون یې جسد په یوه څاه کې وموندل شو.

د نورالدین تره شراف الدین وویل چې مقتول ۲۵ کاله عمر او درې اولاودنه لرل چې نادرکه شو، پرون د جنرال مالک اړوند له یوې ویجاړې څاه خونې څخه – چې د وخت د حکومتي جګړه مارو قرارګاه وه- د پاک کارۍ پر مهال د هغه مړی وموندل شو.

هغه زیاته کړه، مړی یې له څلورو نښانو چې په کالیو، واسکټ او بوټونو کې و پېژندلی.

هغه د خپل وراره د وژل کېدو په اړه بې خبري وښوده، زیاته کړه چې یو بې غرضه او غریب کاره ځوان او له هيچا سره یې دښمني نه لرله.

Views: 20

Exit mobile version