Pajhwok Afghan News

وزیرستان کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۱) : په سویلي وزیرستان کې د وسله والو کسانو په یوه برید کې دوه تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه دغویي په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید نن د سویلي وزیرستان د سرا روغه په سیمه کې شوی و.

سرچینې زیاته کړې چې په دې برید کې د عمر علي خان او محمد سراج الدین په نومونو دوه سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې په سیمه کې د وسله والو د له منځه وړلو لپاره به ددوی عملیات ادامه لري.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ بریدونه زیات شوي دي.

 

Views: 156

Exit mobile version