Pajhwok Afghan News

امریکا : کابل دې د نجونې د ښوونځیو پرانستلو په تړاو خپلې ژمني عملي کړي

اټلانټا (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۱) : د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیری  افغانستان پر ښوونځیو  وروستي بریدونه غندلي او یو ځل بیا یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

میرمن امیري له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې پر ښځو، ماشومانو او نورو اسیب پذیره افغانانو بریدونه «غیر انساني، نا عادلانه او د نه منلو وړ» وبلل.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل، کندز او د افغانستان په ځینو نورو سیمو په چاودنو کې لسګونه افغانان وژل شوي او ژوبل شوي دي چې د ښوونځي یو شمېر ماشومان هم په کې شامل دي. د دغو ځینو بریدونو مسولیت دداعش ډلې منلې.

امیري د یادو بریدونو د غندلو تر څنګ پر افغان چارواکيو يو ځل بيا غږ کړی چې په خپلو ژمنو وفا وکړي او تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

هغې زیاته کړې : «طالبانو سره باید جدي حساب او کتاب وشي. طالبانو له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړې وې چې نوي تعلیمي کال کې به د نجونو ښوونځي [تر شپږم ټولګي] پرانیزي. دوی ان د خپلې پرېکړې د بېرته اخیستلو څخه یوه اونۍ مخکې هم ژمنه کړې وه، په وار وار یې ژمنه کړې وه چې د نجونو ښوونځي به پرانیزي»

نوموړې وویل چې دا د افغانستان د سرپرست حکومت د لوړپوړیو مشرانو پرېکړه ده چې د «منلو نه ده او دا پرېکړه افغانستان شا ته» بیايي.

 امیري وایي، افغان چارواکيو ته یې دا خبره ښکاره کړې ده چې باید خپلې ژمنې عملي کړي او تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانيزي.

Views: 37

Exit mobile version