Pajhwok Afghan News

د بهرنیو چارو وزارت: په قطر کې د هېواد د څلورو هوایي ډګرونو په تړاو مذاکرات ګټور و

کابل (پژواک ۱۱ غویی ۱۴۰۱): د بهرنيو چارو وزارت وايي، په قطر کې د کابل، مزارشریف، کندهار او هرات هوایي ډګرونو پر نړیوالو معیارونو د عملیاتي خدمتونو عرضې او پراختيا په اړه د دې پړاو مذاکرات په ښه توګه پای ته رسېدلي دي.

د ياد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ټرانسپورټ او هوایي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده، اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خېرخواه او تخنیکي ټیم د قطر پلازمېنې دوحه کې د دې پړاو مذاکرات په ښه توګه پای ته ورسول.

سرچينه زياتوي، دغو ناستو کې د کابل، مزار شریف، کندهار او هرات هوایي ډګرونو پر نړيوالو معیارونو د عملیاتي خدمتونو عرضې او پراختیا په برخه کې ګټورې خبرې وشوې.

سرچينه زیاتوي، افغان پلاوي په دې برخه کې د تېرو تخنیکي بحثونو او پرمختګونو په رڼا کې د یادو هوايي ډګرونو معیاري عملیاتي خدمتونو وړاندې کولو، زېربنایي پروژو تطبیق او پراختیا او همداراز د هوایي حریم د ترافیکو د تنظیم خدمتونو په برخه کې پر ډېرو موضوعاتو ګټور بحثونه وکړل او د پاتې لاینحله برخو حل په موخه یې خپلې مشخصې غوښتنې او وړاندیزونه قطر – ترک لوري ته وړاندې کړل.

بلخي وايي، د مشخصو وړاندیزونو حل او ځواب په اړه به تخنیکي ټیمونه له خپل مشرتابه سره له سلا مشورو وروسته خپل موقف په نږدې ټاکلې موده کې به یو له بل سره شریکوي او په رڼا کې یې پرېکړه کوي.

Views: 62

Exit mobile version