میدان ښار (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۱): مسوولین وايي چې د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې پر يوه کور تندر لوېدلی چې له امله یې يوه ښځه مړه شوې.
د دغه ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي فیض الله جلالي پژواک ته وویل چې دغه پېښه پرون شاوخوا دوه بجې په فولادخانې سيمه کې شوې ده.
ده وویل، د ياد ولایت په ځینو سیمو کې له پرون راهیسې د تالندې او باران له امله مخابراتي شبکې هم سم کار نه کوي.
د يادې سيمې اوسېدونکي حمیدالله حسن پژواک ته وویل چې په ياده سيمه کې دوه ماشومان ټپيان شوي هم دي.
Views: 188