میدان ښار، ایبک (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۱): په میدان وردګو او سمنګان ولایتونو کې ږلۍ او سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.
د سمنګان ولایت په “دره صوف پائين” او د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې پرون او نن د سختې ږلۍ او باران له امله سېلابونه راوتلي او د خلکو باغونو، کښتونو او کورونو ته يې زيانونه اړولي.
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ خلک وايي چې د تېرې ورځې ږلۍ او سېلابونو د دوی سلګونه جريبه باغونه او کښتونه زیانمن کړي.
د یادې ولسوالۍ د سياب درې اوسېدونکي رفيع الله پژواک ته وویل چې پرون له غرمې وروسته د دوی په سيمه کې سخته ږلۍ او باران شوی چې له امله يې د زردالو او مڼو مېوې په بشپړه توګه له منځه تللې دي.
دی وايي، په ميدان وردګ کې د مڼو او زردالو ونې تازه له ګله وتلې وې او مېوه يې نيولې وه.
ده دغه راز وويل چې سېلابونه هم راوتلي او کښتونه يې زیانمن کړي.
د يادې ولسوالۍ د ګوډه درې سیمې يو اوسېدونکی رحمت الله وايي: “د تېرې ورځې ږلۍ زموږ کښتونه له منځه وړي او سخت مالي تاوانونه يې اړولي.”
نوموړي له دولته وغوښتل چې له زيانمنو بزګرانو سره دې مرسته وکړي، ځکه هغوی د عاید بله سرچينه نه لري.
د چک ولسوالۍ مسوولين هم خلکو ته اوښتي زيانونه مني او وايي چې حکومت به له زيانمنو خلکو سره له خپل توان سره سم مرسته وکړي.
د يادې ولسوالۍ مرستيال شفيع الله خبیب پژواک ته وویل چې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په سياب او ګوډه سيمو کې د سختې ږلۍ او بارانونو له امله سېلابونه هم راوتلي او درانه مالي زيانونه يې اړولي.
ده وویل: “د ولایت د مقام په لارښوونه موږ زيانمنې سيمې په نښه کړې؛ خو تر اوسه له چا سره مرسته نه ده شوې او په دې اړه به د ولایت مقام تصمیم نیسي.”
بل خوا، د سمنګان چارواکي هم په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو خبر ورکوي.
دوی وايي، د سېلابونو له امله پر کرنیزو ځمکو سربېره، د خلکو کورونه هم زيانمن شوي.
د دغه ولایت د طبيعي پېښو پروړاندې د چمتووالي ادارې مدیر عبدالقدوس لطیف پژواک ته وويل چې پرون په مرکز ایبک او دره صوف پائين ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله خلکو ته مالي زيان اوښتي.
ده وویل: “د سېلابونو له امله د اینجې سلګونه جريبه کښت خراب شوی.”
نوموړي زياته کړه چې د يادو سېلابونو له امله ګڼ کورونه هم زيانمن شوي، خو شمېر يې په ډاګه نه کړ.
Views: 524