کابل (پژواک ۱۸ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په کتنه کې ويلي چې په افغانستان کې د ټولو ستونزو د هواري يواځينۍ لاره د “خبرو اترو په ادامې کې” نغښتی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټويټر کې کښلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې دواړو لورو د بېلابېلو مسايلو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
سرچينه زياتوي، نيکلاسن د اقتصادي وضعيت د پياوړتيا، ښوونې او روزنې، خلکو ته د کار د خوندي فُرصتونو د برابرولو په اړه د هڅو د دوام او امنيتي مسايلو په اړه خپل نظريات شريک کړل. همداراز يې ټينګار وکړ چې د ټولو ستونزو د هواري يواځينۍ لاره د “خبرو اترو په ادامې” کې نغښتې ده.
په خبرباڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير په دې کتنه کې پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه پيښيږي.
نوموړي همدارنګه د سرتاسري امنيت، د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره د پرېکنده هوډ د موجوديت او نورو د پام وړ موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په پای کې دواړو لورو د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د داسې همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ چې د خلکو د ژوند د وضعيت د ښه والي لامل شي.
Views: 125