Pajhwok Afghan News

د غوري سمنټو فابریکې ورځنی تولید سل ټنو ته راټیټ شوی

پلخمري (پژواک، ١٩ غويى ۱۴۰۱): د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي چې د سیاسي بدلون او ناسم مدیریت له امله د غوري سمنټو فابریکې د ورځني توليداتو کچه له شپږ سوو څخه سلو ټنو ته راښکته شوې ده.

د ملي پراختیا شرکت تولیداتو د سمبالښت څانګې مرستیال ریاض الدین شریفي پژواک ته وویل چې په هېواد کې له سياسي بدلون وروسته د فابريکې د مديريت په برخه کې يو لړ ستونزې را پيدا شوې چې پر توليداتو يې منفي اغېزې وکړې.

هغه وايي چې له بدلون وروسته د غوري سمنټو فابريکې نهه سوو کارکوونکو ته څو مياشتې معاشونه ورنه کول شول چې له امله يې د توليداتو کچه له شپږو څخه سلو ټنو ته راټيټه شوې ده.

د نوموړى په وينا، دوى هڅه پيل کړې چې فابريکه بېرته د پخوا په شان توليدات ولري او د کارکوونکو د معاشونو ورکولو لړۍ هم پيل شوې ده.

بل لور ته د فابريکې کارکوونکي هم د معاشونو ترلاسه کولو ته خوښ دي.

د دوى له ډلې محب الله پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه وو ترلاسه کړي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو.

هغه وايي چې اوس ډېرو کارکوونکو معاشونه ترلاسه کړي او يو ځل بيا به د پخوا په شان قوي او جدي کار کوي.

د مسوولينو د معلوماتو له مخې، که چېرې د غوري سمنټو فابريکې د سون او برېښنا اړتياوې پوره شي نو په يوه شپه او ورځ کې د ١٤٠٠ ټنه سمنټو د توليد وړتيا لري.

Views: 236

Exit mobile version