Pajhwok Afghan News

بغلان کې یو سړی او یوه ښځه پر ډزو وژل شوي

پلخمري (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۱): د بغلان حکومتي مسوولین وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې یوه ښځه او یو سړی وژلي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد ادریس شېرزاد د غویي په ۲۰مه د یادې پېښې په تايید پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مرکز پلخمري په بند دو سیمه کې یوه ښځه او یو سړی پر ‌ډزو وژل شوي دي.

ده وويل چې د پېښې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دى خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

دغه راز يوه ځايي اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې په خبر کې خپور شي، پژواک ته وويل چې د انجنير زمان او د يوې ښځې جسد پرون د انجنير زمان په کور کې موندل شوي دي.

دی وايي: ((د انجنیر زمان د کورنۍ غړي بورکې ولسوالۍ ته تللي وو، پرون چې کله بېرته خپل کور ته راځي ګوري چې انجنیر زمان د کور په تکاوي کې مړ پروت دی او ورسره د یوې ښځې مړی هم موندل شوی دی.))

همدارنګه د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وايي چې ملکي روغتون ته د یوې ښځې او یو سړي جسدونه وروړل شوي چې دواړه پر ډزو وژل شوي دي.

دی وايي چې د سړي جسد یې خپلوانو ته سپارل شوى خو د ښځې خپلوان تر اوسه نه دي راغلي او جسد يې په روغتون کې دى.

د يادنې ده، درې ورځې مخکې د بغلان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير او د برېښنا رياست مرستيال د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوي وو.

Views: 86

Exit mobile version