Pajhwok Afghan News

د غزني چارواکي: سلګونه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غېر خوراکي توکي مو ترلاسه کړي

غزني (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۱): د غزني امنیې قوماندانۍ او ښاروالۍ په دغه ولایت کې له ۱۱ کانټینرونو او ۵ ګودامونو څخه سلګونه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غېر خوراکي توکي تر لاسه کړي او په تړاو یې ۸ کسان نیولي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د درنو جرمونو څانګې مدیر مولوي حمید الله سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل، په ترلاسه شویو خوراکي توکو کې مشروبات، مربا، بیسکویټ او خرما او په غېر خوراکي توکو کې شامپو او نور توکي شامل دي.

هغه زیاته کړه، دغه توکي د امنیې قوماندانۍ او ښاروالۍ له خوا په ګډه په غزني ښار کې له ۱۱ کانټینرونو او ۵ ګودامونو تر لاسه شوي دي.

ده وویل: «په دې لړ کې د بیسکویټو او مشروباتو جوړولو درې فابریکې هم شاملې دي چې په خپلو تولیداتو کې یې له تاریخ تېرو توکو ګټه اخیستله.»

د ده په خبره، په دې تړاو یې ۸ کسان هم نیولي چې له لیکلي تضمین وروسته به خوشي شي.

نوموړي زیاته کړه: «غواړو له نیول شوو کسانو ضمانت واخلو، څو بیا دا کار تکرار نه کړي؛ د تکرار په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.»

د غزني اوسېدونکي د دولتي ادارو د دغه اقدام هرکلی کوي، خو د تاریخ تېرو او بې کیفیته توکو د کنټرول تر څنګ د بیو د مهارولو غوښتنه هم کوي.

د غزني ښار اوسېدونکي محمد قاسم پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر پلورونکي او هټۍوال نه یوازې تاریخ تېر او بې کیفیته توکي پلوري، بلکې په خپل سر یې بیې هم لوړې کړې دي چې خلک یې د کمزوري اقتصاد له امله د پېرلو توان نه لري.

هغه زیاته کړه، اړوندې ادارې باید له هغو سره قانوني چلند وکړي چې هم بې کیفیته او تاریخ تېر توکي پلوري او هم یې تر خپلې اصلې بیه ګران پلوري.

په غزني کې چارواکي له هغه وروسته د تاریخ تېرو او بې کیفیته توکو د کنټرول په موخه ګام اخلي چې د دغه ولایت اوسېدونکو په دې اړه اندېښنه ښودلې وه.

Views: 67

Exit mobile version