Pajhwok Afghan News

پرانیستی لیک: د ملکي ‌خدمتونو ښځینه کارکوونکو بې‌برخلیکه حالت دې پای ومومي

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۱): یو شمېر ښځو د مدیریت په کچه دوی ته د ونډې نه ورکولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې، له سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځو دغه ستونزه دې د شرعي او بشري حقونو پر بنسټ پای ته ورسول شي.

د «افغانستان ښځینه رهبرانو حرکت» په یوه پرانیستي لیک کې چې د افغانستان سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ته لیکل شوی، راغلي: «زموږ له ماشومانو ښوونځي ته د تګ حق، زموږ له لوڼو د زده‌کړو حق او په خپله له موږ نه د کار حق اخيستل شوی دی. زموږ ځوانې نجونې چې پوهنتون ته ځي، راتلونکی یې نامعلوم او درس ته یې انګېزه یې صفر ده، دا ټول د ټولو افغان ‌مېرمنو لپاره د ناهیلۍ اوج دی؛ دا هغه ښځې دي چې له ټولو امنیتي، اقتصادي او فرهنګي ستونزو سره یې تل هڅه کړې څو د ځان او هېواد راتلونکي لپاره کار وکړي او درس ووایي.»

سرچینې لیکلي، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ مېلادي کاله د نړیوالې ټولنې په ملاتړ هڅه وشوه چې افغانې ‌ښځې تعلیم او تحصیل وکړي او د زده‌کړو له لارې وکولای شي چې پر ځان بسیا او ټولنې ته د خدمت مصدر شي.

په دغه لیک کې راغلي، افغانې ښځې وتوانېدې چې د خپلو جدي هڅو، ازادې سیالۍ او ګومارنو له لارې د ملکي خدماتو او ذاتي چارو کارکوونکو رهبریت او مدیریت (دریېم، دویم، لومړي او ملکي فوق خدماتو) بستونه ترلاسه کړي او په ښه توګه یې دندې ترسره کړې دي.

خو دوی لیکلي چې د تېر کال د زمري میاشتې له سیاسي بدلون وروسته د اوسني حکومت کړنې «د ملکي خدمتونو د ښځینه کارکوونکو د دندو ځنډېدو او ګوښه کېدو لامل شول او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې پانګونه له خاورو سره خاورې شوه.»

دغه راز په لیک کې راغلي، په هېوادونو کې د حکومتونو بدلون او تغیر رامنځته کېږي، خو ملکي خدمتونه پر خپل ځای پاتې وي څو حکومتي خدمات ګډوډ نه شي؛ خو په افغانستان کې بیا اداري وضعیت په بشپړ ډول  برعکس شوی، مسلکي او تجربه لرونکي کارمندان په تمه او بې‌برخلیکه حالت سره مخ دي.

د ملکي خدمتونو ښځینه کارکوونکو حرکت په یاد لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د سرپرست حکومت کړنو ته چې «د مدیریت او رهبرۍ په کچه د ښځو د ونډې له منځه تلو او بې برخې کېدو لامل شوې» جدي پاملرنه وکړي؛ څو د شرعي او بشري حقونو پر بنسټ د ملکي خدمتونو د ښځینه کارکوونکو دغه بې‌برخلیکه حالت پای ومومي.

سرچينه لیکي، د مدیریت، رهبرۍ او اقتصادي پیاوړتیا برخو کې د ښځو نه ګډون، چې د ټولنې له نيمايي ډېر نفوس جوړوي، سیاسي- ټولنیز نظامونه یي کاواکه کړي او د خلکو په ځانګړې توګه د افغان ښځو له غوسې سره به مخ شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مارچ په ۸مه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې لیکلي وو: «د افغانستان اسلامي امارت، ټولو افغان ښځو ته د هغوی شرعي حقونو ورکړې ته ځان ژمن ګڼي.»

د افغانستان اوسني حکومت نورو چارواکو هم ویلي چې د ښځو د تعلیم، تحصیل او کار مخه  نه نیسي، ژر به له شپرم ټولګي پورته ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې شي او ښځینه کارکوونکې به وروسته له هغه خپلو دندو ته وغوښتل شي چې خوندي کاري چاپېریال ورته برابر شي.

د یادونې ده، په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون وروسته، یو شمېر ښځینه کارکوونکې په ځینو ادارو کې خپلو دندو ته دوام ورکوي؛ خو یو شمېر نورو ته بیا په داسې حال کې میاشتني معاشونه ورکول کېږي چي تر اوسه د کار لپاره دفترونو ته نه دي ورغوښتل شوې او دندې نه ترسره کوي.

Views: 84

Exit mobile version