کابل (پژواک، ۲۱ غويی ۱۴۰۱): یوې چینایي کمپنۍ د افغانستان د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې په دغه هېواد کې د برېښنا د تولید او بندونو جوړولو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د اوبو او برېښنا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي عبداللطیف منصور تېره ورځ په خپل دفتر کې د یوې چینایي کمپنۍ « Huangpu Jiang ming and logistics compan» له استازي سره وکتل او په افغانستان کې یې د اوبو او برېښنا په پروژو کې د دغه شرکت د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
سرچينې لیکلي چې په دې کتنه کې د ياد شرکت استازي په هېواد کې د برېښنا د توليد بندونو جوړولو په پروژو کې له پانګونې خوښي څرګنده کړه او د اوبو او انرژۍ وزارت له مشرتابه يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د دغه شرکت له لېوالتیا هرکلی وکړ او د زمینې په برابرولو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
سرچینه زیاتوي چې په پای کې دواړو لورو پر لازمې همغږۍ ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې د اړینو معلوماتو له ارزونې او د پانګونې د شرایطو له مطالعې وروسته به د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ یو هوکړهلیک لاسلیک شي.
Views: 430