کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۱): د کابل د ترافیکو ریاست وایي، د کابل ښار په «سرای شمالي» سیمه کې د یوې ترافیکې پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د کابل ښار د ترافیکو ریاست د کنټرول او مراقبت امر نوابخان صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار څلور بجې شوې ده.
هغه وویل: «یو ټيلري موټر له موټروان څخه بېکنټروله کېږي، له څارویو بار یوې مازدا سره ټکر کوي، مازدا موټر د یوې سراچې او سراچه له یوه ۵۸۰ ډوله موټر سره ټکر کوي؛ په دې پېښه کې درې کسان مړه او درې تنه نور ټپیان شوي.»
ده وویل چې ټپیان د کابل ښار ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کابل ښار امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم پژواک خبري اژانس ته دغه پېښه تایید کړه او ویي ویل چې ده په دې پېښه کې د درېیو کسانو د مړه کېدو راپور ترلاسه کړی دی.
هغه وایي چې په یاده پېښه کې ۱۲ څاروي – چې په مازدا موټر کې لېږدول کېدل – هم مړه شوي دي.
Views: 99