Pajhwok Afghan News

د فراه اوسېدونکي د افغانیو د زړو بانکټونو له ډېرېدو شکایت کوي

فراه (پژواک ۲۱ غویی ۱۴۰۱): د فراه يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ولايت کې د موسمي کرنيزو محصولاتو له توليد سره د افغانيو زاړه بانکنوټونه ډېر شوي چې له امله يې خلک په پېر او پلور کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله علیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د زړو پیسو په راکړه ورکړه کې دوه لاملونه موجود دي؛ يو دا چې په فراه کې د پسرلنيو محصولاتو لکه بادرنګ، رومیان، بينډيو، تور بانجانو او او نورو ترکاریو د تولید موسم دی، نو د نورو ولایتونو سوداګر دلته خرید کوي او خپلې زړې پیسې په فراه کې مصرفوي.

د ده په خبره، بل لامل یې دا دی چې اکثره خلک نوې پیسې زېرمه کوي، خو خپلې زړې پیسې بازار ته وړاندې کوي.

د هغه په اند، په همدې خاطر د افغانيو زاړه بانکنوتوڼه دلته ډېر شوي چې په پېر او پلور کې یې ستونزې جوړې کړې دي.

د فراه مرکز د شپږمې ناحیې اوسېدونکي حمیدالله هم پژواک ته ویل چې د زړو پیسو راکړې ورکړې عمومي ستونزه جوړه کړې ده.

دی زیاتوي: “هرکله د کوره پیسې وړو، دوکانداران جنس نه راکوي، وایي دا زړې دي.”

د ده په وينا، همدا یې سرمایه ده چې باید د اړتیا وړ توکي پرې وپېري.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې زړې پیسې دې ټولې کړي او پرځای دې نوي بانک نوټونه ووېشي.

د فراه مرکز د برنګتوت سیمې اوسېدونکي عبدالجبار متین پژواک ته په ډې اړه وویل، دا یوه لویه ستونزه ده، یو پر درېیمه پیسې زړې شوې دي، حکومت باید یو پلان او حل لاره ورته پیدا کړي.

نوموړی خلک هم ملامت بولي، ځکه د ده په خبره، د پیسو په ساتلو کې بې غوري کوي.

هغه زیاتوي، که چېرې پیسې سمې وساتل شي، داسې ژر نه زړېږي.

د فراه د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی مني چې د پیسو زوړتوب او ډېروالي ستونزه جوړه کړې ده، خو دی وايي چې اړوند مسئولین په دې هکله کار کوي ترڅو د حل لاره ورته ومومي.

ومو غوښتل چې د افغانستان بانک د مسئولینو نظر هم ولرو، خو له بار بار غوښتنې سره یې سره یې ځواب رانه کړ.

Views: 21

Exit mobile version