کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۱): د امر بالمعروف او نهی عن النمکر وزارت سرپرست د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره لیدنه کې ویلي چې دغه وزارت د نظام او ټولنې د اصلاح لپاره جوړ شوی دی.
د امر بالمعروف او نهی عن النمکر وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي په دې لیدنه کې د ښځو د حجاب په اړه د وروستي فرمان په تړاو او د دغه وزارت پر کړنو خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د امر بالمعروف او نهی عن النمکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي ویلي چې دغه وزارت د نظام او ټولنې د اصلاح لپاره جوړ شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده لیدنه کې حنفي نيکولسن ته په اشارې ویلي، انسان تر ټولو لوړ ارزښت لري او په اسلام کې اصل دا دی چې د هیچا حق باید تلف نه شي. د هغه په وينا، د امر بالمعروف معنا دا ده چې په حکومتولۍ کې د فساد ختم او د ټولنې اصلاح راشي.
حنفي څرګنده کړې: «زموږ د وظیفې یوه مهمه برخه دا ده چې د هغو خلکو شکایتونو ته چې حقوق یې د امارتیانو له لوري تر پښو لاندې شوي، غوږ ونیسو او حق یې وروسپارو.»
دغه راز هغه ویلي: «لکه څرنګه چې بې حجابي په غیر اسلامي هېوادونو اجباري ده؛ حجاب د اسلام یو حکم او افغانستان یو اسلامي هیواد دی؛ له همدې امله مو د حجاب حکم صادر کړ.»
Views: 31