Pajhwok Afghan News

لغمان کې سل جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه

مهترلام (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۱): د لغمان مرستیال والي وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د بابا صاحب دښته کې يې د کډوالو د يوه ښارګوټي سل جریبه ځمکه له غاصبینو خلاصه کړې ده.

مرستیال والي او د غصب د مخنيوي کمېسيون مشر مولوي سعید احمد بنوري نن پژواک ته وویل چې دغه ځمکه پرون راوګرځول شوه او د دې ډول نورو ځمکو معلومولو او راخلاصو لپاره پلټنې روانې دي.

ده وویل: “ولایتي اداره د غصب پر وړاندې د مبارزې کلکه اراده لري او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې په دغه ولایت کې دولتي ځمکې تر خپلې ولکې لاندې راولي”.

نوموړي زياته کړه چې په لغمان کې د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي لپاره يو کمېسیون ټاکل شوی او که د ولایت په هره سيمه کې ثابته شي چې د دولت ځمکه چا غصب کړې نو سملاسي به يې راوګرځوي.

Views: 69

Exit mobile version