Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې يوه ماشومه څاه ته د لوېدو له امله مړه شوې ده

جلال اباد (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې يوه ۱۲ کلنه ماشومه څاه ته لوېدلې او مړه شوې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د غويي په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د سپين غر ولسوالۍ د ميدانک کنډو سيمه کې يوه ۱۲ کلنه ماشومه څاه ته لوېدلې او مړه شوې ده.

هغه زياته کړه، ياده ماشومه له خپلې مشرې خور او ورېندار سره د اوبو را ايستلو په موخه تللې وه چې څاه ته لوېدلې ده.

دی وايي چې د سيمې خلکو ماشومه له څاه را ايستلې خو په څاه کې د ډېر وخت پاتې کېدو له امله يې ساه ورکړې وه.

د سپين غر ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيد قيوم وويل چې په دغه کلي کې ډېر بېوزله خلک ژوند کوي او حتی د دغه کوهي (څاه) د سر پټولو توان هم نه لري.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په سوېلي ولايتونو کې څاه ته د ماشومانو لوېدو پېښې ډېرې شوې خو دا لومړی ځل دی چې په تېرو څو مياشتو کې په ننګرهار کې دا ډول پېښه رامنځته کېږي.

Views: 79

Exit mobile version