Pajhwok Afghan News

د غور خلک: که د ضحاک تاریخي کلا ونه رغول شي، پر کنډواله بدلېږي

فیروزکوه (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۱): د غور ولایت اوسېدونکي وایي، د ضحاک تاریخي کلا د تېر حکومت د بې پامۍ له امله د ویجاړېدو له خطر سره مخ ده؛ که پاملرنه ورته ونه شي نو په بشپړ ډول به پر یوې کنډوالې بدله شي.

دغه کلا چې د غور مرکز فېروزکوه ښار د ختیځ په پنځه کیلومترۍ «پوزلیج» سیمه کې موقعیت لري، یو وخت له خورا اهمیته برخمنه وه.

د غور د پوزلیج سیمې اوسېدونکي وایي، دغې کلا پخوا پنډ دېوالونه او لوړ برجونه لرل چې د وخت د پاچاهانو په ځانګړي ډول ضحاک ماردوش جنګي ځای و.

د غور خلک وایي، ضحاک په مختلفو هېوادونو کې ګڼ شمېر کلاګانې جوړې کړې دي چې یوه یې په فېروزکوه ښار کې ده.

د غور پوزلیج سیمې یوه اوسېدونکي کشمیر تره خیل پژواک خبري اژانس ته وویل، له اوو کلونو زیات عمر یې نه درلود چې د ضحاک کلا پنډو دیوالونو او لوړو برجونو شاهد و.

هغه وایي، دغه کلا د هرې ورځې په تېرېدو او د تېرو حکومتونو د مسوولینو د بې پامۍ له امله زړه شوې او اوس پر یوې متروکې بدله شوې ده.

په دغه حال کې، د یاد ولایت یوې اوسېدونکې عاطفې د یادې کلا د ځينو برخو ویجاړېدو ته اندېښمنه ده وایي: «حکومتونو په تېرو ۲۰ کلونو کې د یادې کلا په ګډون تاریخي ابداتو بیارغونې ته پاملرنه ونه کړه او نن زه په خپل ولایت کې د دغې تاریخي کلا د له منځه تلو شاهده یم.»

نوموړې له حکومته غواړي چې د دغې تاریخی او مهمې کلا د بیارغونې برخه کې لاس په کار شي او عملا دې کار پیل کړي.

پژواک خبري اژانس له څو ورځو راهیسې په دې هڅه کې دی څو د ضحاک کلا د بیارغونې اړوند د غور د اوسېدونکو د اندېښنو او غوښتنو په تړاو د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نظر ولري، خو تراوسه د اړیکې په نیولو نه دی توانیدلی.

د یادونې ده، په غور ولایت کې تر ۳۰۰ ډېرې تاریخي ابدې او ځایونه شته.

Views: 34

Exit mobile version