ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه روان کال له ۵ میلیون بېوزلو افغانانو سره مرسته کوي

ملګري ملتونه روان کال له ۵ میلیون بېوزلو افغانانو سره مرسته کوي

author avatar
15 May 2022 - 15:46
ملګري ملتونه روان کال له ۵ میلیون بېوزلو افغانانو سره مرسته کوي
author avatar
15 May 2022 - 15:46

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۱): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، دغه بنسټ په پام کې لري چې روان کال په افغانستان کې له پنځه میلیون وګړو سره مرسته وکړي.

دغه سازمان نن (د غویي  ۲۵مه) په یوه ټوېټ کې لیکلي چې په افغانستان کې جګړو، وچکالۍ او اقتصادي بحران میلیونونه کسان اغېزمن کړي دي.

سرچینه لیکي چې دغه بنسټ په پام کې لرې څو روان کال له هغو پنځه میلیونه وګړو سره مرسته وکړي چې د جګړو، وچکالۍ او اقتصادي بحران له امله سخت زیانمن شوي دي.

خو په دغه ټوېټ کې د یادو مرستو د څرنګوالي په  اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د مخکېني نظام له سقوط وروسته د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو کنګل کېدو، پر بانکي نظام د ځینو محدودیتونو لګولو، د مرستو کمېدو او نورو له امله بېکاري ډېره شوې او یو شمېر افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.