Pajhwok Afghan News

تورخم کې د مسافرو لپاره يو منظم تمځای جوړ شو

جلال اباد (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۱): د تورخم کميسارۍ چارواکي وايي، په دغه ښارګوټي کې يې د مسافرو لپاره يو منظم تمځای جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارلی دی.

د چارواکو په خبره، ياد تمځای د رييس الوزارء په مالي مرسته د تورخم ښاروالۍ له لوري جوړ شوی.

د تورخم کميسار سيد غازي الله هاشمي وايي، د مسافرو دغه تمځای چې په پنځه سوه متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، په يوه وخت درې سوه مسافر پکې ځایدلای شي.

هغه که څه هم په مشخص ډول ونه ويل خو يادونه يې وکړه چې د دغه تمځای پر جوړېدو سلګونه زره افغانۍ لګښت راغلی.

دی وايي، د رييس الوزراء له لوري د دغه تمځای د جوړېدو لپاره په دې موخه مالي لګښت ورکړل شوی چې مسافرو ته اسانتيا رامنځته شي.

د ياد تمځای د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح ډاډ ورکړ چې حکومت د هېوادوالو د ټولو ستونزو د حل لپاره پلانونه لري او د وخت په تېرېدو سره به ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي.

دی وايي، په تورخم کې وروسته له هغه د یاد دمه ځای د جوړولو اقدام شوی و چې د ریس الوزارء استازی تورخم ته په یو رسمي سفر راغلی و او په دغه سیمه کې ېي د مسافرو ستونزې له نږدې ولېدلې.

تورخم کې مسافر هم خوښ دي چې د دغه ډول رغنيزو پروژو په ترسره کېدو سره مسافرو ته اسانتياوې برابرې شوې دي.

Views: 212

Exit mobile version