ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«اسیايي بانک د خپلو پروژو کارکوونکو نږدې ۴،۵ میلیون ډالر معاشونه نه دي ورکړي»

«اسیايي بانک د خپلو پروژو کارکوونکو نږدې ۴،۵ میلیون ډالر معاشونه نه دي ورکړي»

author avatar
17 May 2022 - 14:14
«اسیايي بانک د خپلو پروژو کارکوونکو نږدې ۴،۵ میلیون ډالر معاشونه نه دي ورکړي»
author avatar
17 May 2022 - 14:14

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱): سرچینې وایي، د افغانستان په درېیو وزارتونو کې د اسیا پرمختیایي بانک اړوند پروژو د ۴۶۳ کارکوونکو د پنځو میاشتو څه باندې ۴.۴ میلیون ډالره تنخواوې نه دي ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو سرچینو د څرګندونو له مخې، دغه بانک د یادو وزارتونو د پروژو لپاره ۸.۸ میلیون ډالر په د افغانستان بانک کې لري، خو مالیې وزارت وایي، د اسیا پرمختیایي بانک له اجازې پرته یې نه شي کارولی.

یادې پروژې د کلیو پراختیا، کرنې، اوبو لګولو او برېښنا وزارتونو اړوند دي او یادو کسانو په دغو پروژو کې د تېر کال د ډسمبر تر پای پورې دندې ترسره کړې دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت یوې باورې سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاد وزارت کې د اسیا پرمختیایي بانک پروژو اړوند د ۶۴ کارکوونکو د جولای، اګسټ، سپټمبر، اکټوبر او نوامبر میاشتو ټول څه باندې ۲۰،۴ میلیونه افغانۍ – چې شاوخوا ۲۲۶زره ډالر کېږي – تنخواوې پاتې دي.

هغه زیاته کړه چې د اسیا پرمختیایي بانک د یاد وزارت د پروژو عملیاتي برخې او تنخواوو لپاره څه باندې ۲۵۸زره او ۵۴۴ امریکايي ډالره په افغانستان بانک کې لري.

د اوبو او برېښنا وزارت

یاده سرچینه چې د درېیو وزارتونو د ۴۶۳ کارکوونکو د پاتې تنخواوو ترلاسه کولو لپاره د جوړې شوې ډلې په استازیتوب خبرې کوي، وایي چې د یاد وزارت ۱۷۶ کارکوونکو ته د پنځو میاشتو ۷۰۵زره او ۸۷۲ امریکايي ډالره معاشونه تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

د نوملړ له مخې، یادو کسانو د اوبو د سرچینو د پراختیا په برخه کې د پانګې اچونې پروګرام دویمې پروژه (WRDIP T2)، د اوبو د سرچینو د پراختیا په برخه کې د پانګې اچونې پروګرام لومړۍ پروژه، د پنج- امو سیند حوزې پروژه ((PARBP او د ارغنداب د اوبو سرچینو د پراختیا پروژه (AIWRDP) کې کار کړی دی.

د هغه جدول له مخې چې یادې سرچینې پژواک ته ورکړی، د اسیايي پراختیايي بانک د اوبو او برېښنا وزارت د پروژو پلې کولو لپاره د افغانستان بانک په اوو بېلابېلو بانکي حسابونو کې درې میلیونه، ۱۰۴زره او ۶۱۳ امریکايي ډالر  موجود دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت یو سرچینه هم وايي چې په دغه وزارت کې د اسیا پرمختیايي بانک له خوا د تمویل شوو پروژو د ۲۲۳ کارکوونکو د پنځو میاشتو یو میلیون، ۳۹زره او ۸۱۵ امریکايي ډالره پاتې دي.

سرچینه زیاتوي چې د کرنې وزارت د پروژو لپاره د مشاورتي کمپنیو د کارکوونکو دوه میلیونه، ۱۶۲زره او ۷۸۴ ډالره معاشونه هم تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، یاد بانک د دغه وزارت لپاره څه باندې پنځه میلیون او ۴۲زره ډالر په د افغانستان  بانک کې لري.

د دغو کارکوونکو په استازیتوب د کلیو او پراختیا وزارت یوه کارکوونکي وویل، د افغانستان بانک له مسوولینو سره یې خبرې کړې او هغوی ډاډ ورکړی چې پیسې لري.  دی وایي، د مالیې وزارت مرستیال محمد نذیر کبیري هم د یادو تنخواوو د ورکړې ژمنه کړې او د «هوتکي» په نوم د دغه وزارت یوه سلاکار ته یې دنده سپارلې چې موضوع حل کړي.

هغه دا هم وایي چې دوی په دې اړه له اسیا پرمختیايي بانک سره خبرې کړې او ادعا کوي چې دغه بانک ورته ویلي چې یادې تنخواوې ورکوي، خو د مالیې وزارت اجراات نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په کابل کې د اسيايي پرمختیایي بانک پروژو اړوند ځینو پخوانيو کارکوونکو په یوه اعتراضیغونډه کې وویل چې دغه بانک یې د اوو مياشتو معاشونه نه دي ورکړي او برخليک يې هم معلوم نه دى.

د یادو سرچینو څرګندونې مو د مالیې وزارت له ویاند احمد ولي حقمل سره شریکې کړې، خو هغه په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې نه یوازې د اسيایي پرمختیايي بانک، بلکې د نړيوال بانک له خوا د تمویل شوو ځینو پروژو د کارکوونکو تنخواوې هم نه دي ورکړل شوې.

ده وویل: “موږ له دواړه (اسیا پرمختیایي بانک او نړیوال بانک) سره په تماس کې یو، اميد دی چې ژر به دواړه له خيره راشي او حد اقل که نوې نه وي، دغه پاتې پروژې تکميل کړي. څو دوی اجازه نه وي کړې، هغه موجودې پيسې موږ نه شو توزيع کولای، دا مو څو وارې ورته ويلي چې تاسو کتبي اجازه راکړئ چې موږ دا پيسې اجرا کړو، نو تر اوسه يې هيڅ شی نه دي راکړي.”

حقمل وایي، د مالیې وزارت هڅه کوي چې ډېر ژر یاد بانکونه بیا افغانستان کې خپل کارونه پیل کړي.

د اسیا پراختیایي بانک ویاند پژواک ته وویل چې د یادو پروژو کارکوونکي په مستقيم ډول د حکومت له خوا ګومارل شوي او دا بانک یې د ګومارنې لوری نه دی.

هغه پژواک ته په استول شوي ایمېل کې لیکلي: “د اسیا پرمختیایي بانک د افغانستان خلکو ته ژمن دی؛ دغه بانک د جنورۍ په میاشت کې د خوراکي خوندیتوب د ملاتړ او د افغانانو لپاره د اړینو روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو په دوام کې د مرستې لپاره ۴۰۵ میلیونه ډالر مرسته تصویب کړه چې دا په مستقیم ډول د ملګرو ملتونو ادارو له لارې پلې کېږي.”

دی پرته له دې چې د یادو پروژو د کارکوونکو د تنخواوو او په افغانستان بانک کې د اسیا پرمختیایي بانک د پیسو په اړه معلومات ورکړي، وایي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د وضعیت ارزونې ته دوام ورکوي، دغه بانک په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې له ۱۵مې را وروسته هم مرستو ته دوام ورکوي.

پژواک دا موضوع د افغانستان بانک له مطبوعاتي دفتر سره شاوخوا دوه اونۍ مخکې شریکه کړې، خو سره له دې چې بیا، بیا مو تعقیب کړې هم ده، تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

Visits: 444

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.