ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د سړکونو د غاړې سلمانان باید له یو وار مصرف وسایلو استفاده وکړي

ډاکټران: د سړکونو د غاړې سلمانان باید له یو وار مصرف وسایلو استفاده وکړي

author avatar
17 May 2022 - 13:36
ډاکټران: د سړکونو د غاړې سلمانان باید له یو وار مصرف وسایلو استفاده وکړي
author avatar
17 May 2022 - 13:36

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۱): د کابل ښار د ځینو سړکونو پر غاړو داسې مهال د سلمانيانو شمېر ډېر شوی چې ځیني ډاکټران د سلمانانو له لوري د روغتیایي لارښوونو پر پامنیوي ټینګار کوي؛ ځکه حفظ‌ الصحې ته نه پاملرنه، له یوه کس نه بل ته د خطرناکو ساري ناروغیو د لېږد لامل ګرځي.‎

پژواک خبري اژانس د دغه راپور چمتو کولو لپاره د کابل ښار په کمپنۍ او کوټه‌سنګي سيمو کې له يو شمېر سلمانانو او د سیمې اوسېدونکو سره مرکې کړې دي. په دغو سیمو کې عامو خلکو، د سلمانانو له‌خوا د حفظ‌ الصحې نه مراعاتولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې و وایي چې ممکن دغه چاره هېوادوالو ته د ځینو ناروغیو د لېږد لامل شي.

د کابل ښار کوټه‌سنګي سیمې اوسېدونکی محمدعلي د سړکونو پر غاړو د سلمانیانو له ډېروالي شکایت کوي او وایي، دغه سلمانان له یوه پل (پاکي) نه د څو کسانو لپاره استفاده کوي، خو دا کار ډېر خطر زېږونکی دى.

هغه زیاته کړه: «په دغو سلمانیو کې هېڅ روغتیایي تدابیر هم په پام کې نه نیول کېږي؛ ځکه ډېری دغه سلمانیانې په ازاده فضا او د سړکونو پر غاړو دي چې ښاري ککړتیا او هوا پرې خپل اغېز لري؛ پر دې سربېره، خپله دغه سلمانان له سمو روغتیایي وسایلو استفاده نه کوي؛ ځکه چې د بیاتي او پل په شان د یوه کس وسایل د بل لپاره هم کاروي.»

د هغه په باور، د څو کسانو لپاره له یوه ماشین، د ږیرې پل (چړې) او بیاتې څخه کار اخیستل د ساري ناروغیو لکه اېډز او تور زیړي د لېږد لامل ګرځي.

د هغه په وینا، د دې اصلي لامل چې ولې خلک د سړکونو پر غاړو سلمانانو ته ورځي، اقتصادي ستونزې دي؛ ځکه د سړک پر غاړو سلمانان په دوکانونو کې د سلمانیو په پرتله له خپلو مشتریانو لږې پیسې اخلي.

په ورته مهال، د کابل ښار کوټه‌سنګي بل اوسېدونکی حیات الله هابېل هم د سړکونو پر غاړه د سلمانیو له ډېروالي شکایت کوي او وایي، ډېری دغه سمانان روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه نه کوي.

نوموړي وویل، هغوی له مشترکو وسایلو د ټولو لپاره کار اخلي، الکول او د مکروب ضد درمل هم نه پرې وهي؛ دا چاره د ناروغیو او په ځانګړې توګه د جلدي ناروغیو د لېږد لامل شوې چې باید مخه یې نیول شي.

د کابل ښار کمپنۍ سیمې اوسېدونکي انس ګل چې د ویښتو جوړولو لپاره د سړ غاړې سلمانۍ ته راغلی و، وویل: «له بېچاره‌ګۍ، بېکارۍ او بېوزلۍ مجبور شوم چې دلته راشم، ویښته او ږیره مې اصلاح کړم؛ ځکه دلته له موږ نه له ۲۰ تر ۳۰ افغانۍ اخلي؛ کله چې د خپلو ویښتو جوړولو لپاره دوکان ته ځو، راڅخه له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو پیسې غواړي.»

هغه چې د سړک پر غاړه د سلمانانو د وسایلو له پاکوالي ډاډمن نه دی، وایي: «کله چې دلته راځو، ورته وایو پل یا نوي وسایل موږ ته واچوي او یا خپل وسایل ضد عفوني کړي چې زموږ د ناروغۍ سبب نه شي.»

خو سلمانان وایي، روغتیایي سپارښتنې مراعاتوي.

محمد کبیر چې د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د سړک پر غاړه سلماني لري، وايي: «د پل، بیاتې، د ږیرې ماشین په شان وسایل چې د ویښتو او ږیرې اصلاح کولو لپاره استفاده کېږي، یو ځل مصرف نه دي؛ کله مې چې د یوه کس لپاره استفاده کړه، بیا یې په اوبو مینځم، په دستمال یې پاکوم او د بل کس لپاره یې کاروم؛ دلته الکول نشته، د پاکولو لپاره له اوبو ګټه اخلم، خو کله چې کور ته لاړم، ټول وسایل په الکولو مینځم او ضد عفوني کوم یې.»

نوموړي زیاته کړه، د ورځې له ۵ تر ۱۰ د پاخه عمر کسان او ماشومان د خپلو ویښتو اصلاح کولو لپاره راځي او له هر کس نه له ۲۰ تر ۳۰ افغانۍ اخلي.

محمدګل هم په یاده سیمه کې سلماني لري او وایي، له دې کاره د ورځې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي او د خپلې کورنۍ د چارو پر مخ بېولو لپاره یې لګوي.

ده زیاته کړه، هره ورځ ورته له ۵ تر ۱۰ پورې کسان د وېښتانو اصلاح کولو لپاره ورځي؛ خو ډېری یې د پاخه عمر کسان او ماشومان وي.

د نوموړي په خبره، هغه وسایل چې د ویښتو او ږیرې د اصلاح لپاره یې کاروي، یوه کس ته له کارولو وروسته په اوبو مینځي او ضد عفوني کوي یي او بیا د بل کس لپاره استفاده ترې کوي.

هغه زیاته کړه: «خلک د خپلو ویښتو او ږیرې د اصلاح لپاره ځکه دلته راځي چې ډېر ارزانه دي؛ له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو دي؛ خو هغه سلمانۍ چې د دوکان په داخل کې دي، له هر کس نه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو اخلي، د هغه کس لپاره چې نه یې لري، سخته ده دومره پیسې یوازې د ویښتو او ږیرې قیچي کولو لپاره ورکړي.»

محمدګل د خپلو وسایلو له پاکوالي ډاډ ورکړ او ویې ویل: «نخیر، زموږ دا وسایل غېرصحي نه دي؛ ځکه له کارولو وروسته یې مینځو او ضدعفوني کوو او پیسې هم جې له دې لارې ترلاسه کوو، باید د کور لپاره یې خرڅ کړو او د یو ځل مصرف وسایلو د پېر توان نه لرو.»

نوموړی چې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله د سړک پر غاړه کار کوي، وویل، ښاروالي د سړک پر غاړو ورته د فعالیت اجازه نه ده ورکړې او ویلي چې د فعالیت د دوام لپاره باید غرفې جوړې کړي.

هغه له حکومته غواړي چې په هېواد کې ارامي او امنیت ټینګ کړي څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

ډاکټران د سلمانانو له لوري د حفظ الصحې پر مراعاتولو ټینګار کوي.

د کابل خېرخانې سیمې په ۱۰۲ بستره روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمداکرم ذکي پژواک ته وویل، د سړک پر غاړو سلمانۍ یو ناسم عمل دی.

د هغه په خبره، د سړک پر غاړه ډېرې سلمانۍ حفظ الصحه نه مراعاتوي او له یوې وسیلې خپلو ټولو مشتریانو لپاره کار اخلي.

هغه زیاته کړه: «له مشترکو وسایلو استفاده د اېډز او تور زیړي په شان د ساري مکروبي ناروغیو د لېږد لامل کېدای شي او باید دقت وشي.»

نوموړي سپارښتنه وکړه، سلمانۍ باید له یو ځل مصرف وسایلو کار واخلي؛ خپل لوازم د هر کس لپاره له استفادې وروسته ضدعفوني او پاک کړي.

د د اخله او الټراساونډ ناروغیو متخصص ډاکټر بهرالدین سروش هم په دې اړه وایي، دغه سلمانیانې د ټولو هغو کسانو لپاره چې دوی ته مراجعه کوي، له مشترکو وسایلو استفاده کوي.

هغه وویل: «په سلمانیو کې له ګډو وسایلو استفاده د اېډز، تور زیړي او فنګسونو [مېکروبونو] په شان ناروغیو لامل کېږي.»

هغه زیاته کړه: «ډېرې دغه سلمانیانې په ازاده فضا او د سړک پر غاړو دي او ښاري ککړتیا او هوا پرې خپل اغېز کوي؛ خو پخپله سلمانان له سمو روغتیایي وسایلو استفاده نه کوي.»

دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وایي، پر ټولو سلمانیو په ځانګړې توګه د سړ له غاړې پر سلمانیو او ارایشګاوو کار پیل شوی چې په مرکز او ولایتونو کې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه: «د هغو معیارونو د لیدلو لپاره یو چک لېست چې د چاپېریال ساتنې ریاست د دغو برخو لپاره اعلان کړی و چې ایا دوی دغه معیارونه لري او کنه او تر کومې کچې حفط الصحه په پام کې نیسي، او هغه وسایل چې دوی یې کاروي، تعقیم کېږي او کنه، د دغه چک لېست له مخې هره ورځ د کابل په بېلابېلو ناحیو کې ګرځي او کنټرولوي یې.»

د هغه په وینا، هغه سلمانۍ او ارایشګاوې چې د مخکینۍ وېشل شوې لایحې خلاف عمل وکړي، بند او جریمه به شي.

[/restrict]

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.