ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د اکسیجن د تولید یوه دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نیمروز کې د اکسیجن د تولید یوه دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

author avatar
18 May 2022 - 13:29
نیمروز کې د اکسیجن د تولید یوه دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
author avatar
18 May 2022 - 13:29

[restrict paid=”true”]

زرنج (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د نیمروز عامې روغتیا ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۱۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اکسیجن د تولید یوه دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نیمروز د عامې روغتیا رییس مولوي عبدالرحمن عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره ورځ د یو لک امریکایي ډالرو په ارزښت د اکسیجن د تولید یوه دستګاه چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ ډبې اکسیجن تولیدوي، پرانیستل شوه.»

هغه وویل، دغه دستګاه د کورډایډ (CORDAID) موسسې له لوري – چې په ټولنیزه، روغتیایي او پوهنې برخو کې فعالیت کوي – د نیمروز د عامې روغتیا له ریاست سره مرسته شوې ده.

هغه وویل چې د یادې دستګاه په پرانیستلو سره به په دغه برخه کې د خلکو اړتیاوې پوره شي.

په نیمروز کې د کورډایډ موسسې مسوول عبدالواحد واحدي پژواک ته وویل: «دغه دستګاه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵ ډبو اکسیجن د تولید ظرفیت لري.»

د یادونې ده، تېر کال د سلواغې په ۱۱مه په نیمروز کې د اکسیجن د تولید یوه بله دستګا هم ګټې اخیستنې ته وسپال شوه چې د ۱۲۰ ډبو اکسیجن د تولید ظرفیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا د خپرېدو په لومړیو کې، نږدې د هېواد په ټولو ولایتونو کې خلک د اکسیجن د کمښت له ستونزې سره مخ وو.

[/restrict]

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.