Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

والي: په دایکنډي کې ۷۰ سلنه بشري مرسته به د کار په بدل کې ووېشل شي

نیلي (پژواک،۲۹ غویی ۱۴۰۱): د دایکنډي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې ۷۰ سلنه بشري مرستې خلکو ته د کار په بدل کې وېشل کېږي.

د دایکنډي د ولایت مقام ویب‌سایټ د یاد ولایت د والي امین‌الله عبید له قوله لیکلي چې په دغه ولایت کې ۷۰ سلنه بشري مرستې خلکو ته د کار په بدل کې وېشل کېږي.

سرچینې لیکلي، دغه پرېکړه پرون د ولایت مقام په میاشتنۍ ناسته کې له موسسو او خصوصي سکتور سره شوې ده.

د دایکنډي والي امین الله عبید په دغه ناسته کې خلکو ته پر وخت د مرستو رسولو په خاطر د موسسو له هڅو مننه کړې او ترې غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې وچکالۍ ته په کتو، خلکو سره دې خپلې مرستې ډېرې کړي.

هغه زیاته کړې، له دې وروسته دې موسسې شاوخوا ۷۰ سلنه بشري مرستې د کار په بدل کې خلکو ته ووېشي او پاتې دې بېوزلو او بې‌سرپرسته کورنیو ته په نظر کې ونیول شي.

هغه د دغه کار موخه په دغه ولایت کې د فساد مخنیوی او له بېوزلو ملاتړ وباله.

په ورته مهال، د دایکنډي د اقتصاد رییس قاري حمدالله ساجد پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې ۲۸ نادولتي موسسې شته چې د عامې روغتیا، طبیعي پېښو، کډوالو، پوهنې او نورو برخو کې فعالیت لري.

نوموړي وویل، د موسسو مرستې معمولا نغدي، خوراکي او غېر خوراکي وي.

د دایکنډي د اقتصاد رییس په وینا، د نوي سرپرست حکومت له راتلو راهیسې، د حکومت او موسسو له‌خوا په دغه ولایت کې شاوخوا ۹۰ زره کسانو مرستې تر لاسه کړې دي.

هغه وویل، د دایکنډي د پاتو، ګیزاب او کجران ولسوالیو اوسېدونکي د تېرو جګړو له امله زیانمن شوي او سخته بیوزلي تجربه کوي.

د قاري ساجد په خبره، د دایکنډي تر ۹۵ سلنې ډېر خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او شته مرستې ورته بسنه نه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.