کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱): ټاکل شوې د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د روان کال په جون میاشت کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ وشي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دغه سيالۍ به د جون میاشتې په ۴مه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۵مې دوام وکړي.
دا سیالۍ – چې باید په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې شوې وای – د ځینو ستونزو له امله تر ۲۰۲۲ زېږدیز کال وځنډېدې.
هغه مهال د زمبابوې لهخوا د اعلان شوي مهالوېش له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ ۵ شل اوریزې او ۳ یو ورځنۍ سیالۍ اعلان شوې وې.
خو د افغانستان کرکټ بورډ، په وروستۍ خبرپاڼه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ۳ یو ورځنیو او ۳ شل اوریزو سیالیو خبر ورکړی دی.
Views: 76