ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا او افغان حکومت ترمنځ تازه خبرې؛ د ښځو  او اقتصادي مسایلو په اړه بحث شوی

د امریکا او افغان حکومت ترمنځ تازه خبرې؛ د ښځو او اقتصادي مسایلو په اړه بحث شوی

author avatar
22 May 2022 - 01:20
د امریکا او افغان حکومت ترمنځ تازه خبرې؛ د ښځو  او اقتصادي مسایلو په اړه بحث شوی
author avatar
22 May 2022 - 01:20

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۱): د امریکا ځانګړو استازو د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره پر ښځو او نجونو د لګول شوو محدویتونو او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ د غویي په ۳۱مه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د ښځو او بشري حقوقو په چارو کې د دغه هېواد له ځانګړې استازې رینا امیري سره یې په ګډه نن د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره خبرې وکړې.

هغه زیاته کړې چې متقي ته یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو او پر هغو د محدویتونو وضع کېدو په تړاو د نړیوالې ټولنې مخالفت څرګند کړ.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، نجونې باید بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي، ښځو ته دې د کار او ګرځېدو اجازه ورکړل شي او پرې لګول شوي محدویتونه دې لرې کړي.

د هغه په وینا، د سرپرست حکومت له خوا دغه اقدامات له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو ښه والي لپاره اړین دي.

ټوماس ویسټ ویلي چې دغه راز له امیرخان متقي سره یې د ځینو بنسټونو پر تړل کېدو، وروستیو ترهګریزو بریدونو او د افغانستان د خلکو پر اقتصادي وضعیت هم خبرې وکړې.

هغه زیاته کړې چې له افغان سرپرست حکومت سره به یې همکاري د افغانانو د ملاتړ او د امریکا د ملي ګټو په موخه دوام ولري.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې په دې ټيلېفوني خبرو کې دواړو لورو د علاقې وړ موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

هغه زیاته کړې، ټام ويسټ د افغانستان له مالي سکټور، په ځانګړي ډول بانکي او پولي نظام سره د خپل هېواد د خبرو د پرمختګونو، او همدارنګه يو لړ نورو سیاسي او بشري موضوعاتو په هکله معلومات او نظر شریک کړل.

د بلخي په وینا، د بهرنيو چارو سرپرست وزير دا یو ښه پرمختګ وباله چې له امریکا سره یې د افغان مالي سکتور په برخه کي پرمختګونه شوي او زياته يې کړه چې په ډېرو برخو کې لاسته‌راوړنې لري؛ امنيت تامين شوی، داعش ځپل شوی او هيچا ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي‌.

متقي زياته کړه، بانکي نظام، سره له ټولو ننګونو فعال دی او افغانۍ هم خپل ارزښت ساتلی دی.

د یادونې ده، له یوه ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د سرپرست حکومت او امریکا ترمنځ نیغ په نیغه خبرې کېږي.

د روان لمریز کال په پیل کې چې حکومت د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز ولګاوه، امریکا له سرپرست حکومت سره اړیکې پرې کړې وې.

Visits: 428

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.