Pajhwok Afghan News

کندهار کې ۶۶ سلنه ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې دي

کندهار (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د ځينو ستونزو له امله، د دغه ولایت ۶۶ سلنه ماشومان له دغه واکسینه بې برخې دي.

چارواکي وايي، د واکسین دغه کمپاین – چې نن د غبرګولي په ۲مه پیل شو – درې ورځې دوام کوي چې په لړ کې به یې د کندهار په کچه ۵۶۷زره او د زون په کچه ۲،۷ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس بسم‌الله باوري په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې اوس د واکسین کمپاین پر مهال هیڅ ستونزې نشته نو د دغه کمپاین د ښه تطبیق له امله د پولیو پېښې هم صفر شوې دي.

دی وايي، له همدې امله تېر کال او سږ کال په سوېلي زون کې د پولیو هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو د هېواد په کچه یوازې یوه پېښه په پکتیکا کې ثبت شوې ده.

هغه زیاته کړه: «دا چې پخوا مشکلات وو او اوس حل شوي، نو د کندهار پر ټول ولس غږ کوم چې خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان مسجدونو ته ورولي او د پولیو واکسین ورکړي.»

پر همدې مهال، په کندهار کې د کتلوي معافیت حوزوي مسوول حزب الله فطرت وایي، د واکسین په تېر کمپاین کې چې په همدې کال کې شوی، یوازې ۴۴ سلنه ماشومان واکسین شوي وو.

دی وايي، دا ځل د کندهار په کچه ۵۶۷زره او د حوزې په کچه ۲،۷ میلیونه ماشومان هدف ټاکل شوی چې باید واکسین شي.

هغه زیاته کړه: «په تېر کمپاین کې موږ ۴۴ سلنه ماشومانو ته واکسین رسولی وو، خو دا ځل مو د عامه پوهاوي ډېر کمپاینونه کړي او پلانونه ورته لرو، د حج او اوقافو له ریاست سره مو مجلسونه کړي، نو تمه لرو چې خپل هدف ته ورسېږو.»

د نوموړي په خبره، اوس په ټول سوېلي زون کې د واکسین کمپاین جومات په جومات تر سره کېږي؛ خو د دوی هڅه دا ده چې له مسوولینو سره پوهاوي ته ورسېږي او دا کمپاین کور په کور وشي.

د پولیو واکسین یو سوپروایزر عصمت الله وایي، که څه هم دوی د عامه پوهاوي کمپاینونه کړي، خو په ډېرو سیمو کې کورنۍ خپل تر یوه کال د کم عمر ماشومان نه واکسینوي.

هغه یې لامل دا ګڼي چې په ډېرو کورونو کې د ورځې له پلوه نارینه نه وي چې ماشومان تر جومات پورې ورسوي؛ ځکه نو ډېر ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «په هر کمپاین کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه ماشومان له واکسین څخه پاتېږي، موږ د مبلغینو په وسیله هڅه کړې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو، خو بیا هم تر یو کال کم عمره ماشومان په ډېرو ساحو کې څوک نه راباسي؛ خو که کمپاین کور په کور وي بیا ډېر ماشومان له واکسین څخه نه پاتېږي.»

له پولیو واکسینه ډېری ماشومان په ولسوالیو کې پاتې کېږي؛ ځکه د لرو ولسوالیو ډېری اوسېدونکي لا هم ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.

د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی سمیع الله وایي، په دغه ولسوالۍ کې خلک ماشومانو ته واکسین نه ورکوي او په دې باور دي چې واکسین ماشومانو ته زیان رسوي.

د ده په خبره، که څه هم دغې ولسوالۍ ته واکسیناتوران ورځي، خو خلک ماشومان د واکسین لپاره نه ورولي.

هغه زیاته کړه: «په شاولیکوټ کې هیڅوک کوچنیانو ته واکسین نه ورکوي، زه خو خپله واکسین ګټور بولم او باید کوچنیانو ته ورکول شي؛ خو زموږ په ولسوالۍ کې بیا اکثره خلک وایي چې دا واکسین کوچنیان بد اخلاقه اموخته کوي او د ګټې پر ځای تاوان ورته کوي، ځکه یې نه ورکوي.»

د سرپرست حکومت له راتګ وروسته لا هم په افغانستان کې د پولیو واکسین کور په کور کمپاین ته اجازه نه ده ورکول شوې چې له امله یې په سمه توګه ماشومانو ته واکسین نه رسېږي.

په خپله مسوولین هم په دې اړه څه نه وايي چې ولې لا هم د پولیو واکسین کور په کور کمپاین ته اجاره نه ورکوي.

Views: 41

Exit mobile version