ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ریچارډ بېنټ: پر ملکي وګړو د بریدونو مسوولین باید عدالت ته راکش کړل شي

ریچارډ بېنټ: پر ملکي وګړو د بریدونو مسوولین باید عدالت ته راکش کړل شي

author avatar
23 May 2022 - 11:46
ریچارډ بېنټ: پر ملکي وګړو د بریدونو مسوولین باید عدالت ته راکش کړل شي
author avatar
23 May 2022 - 11:46

 کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي، بلخ کې له هغه جوماته تر لیدنې وروسته چې برید پرې شوی، ویلي چې پر ملکي وګړو بریدونه باید بند او مسوول کسان یې عدالت ته را کش کړل شي.

د تېرې غویي میاشتې په لومړۍ نېټه د بلخ د مرکز مزارشریف ښار په «سه دوکان» سیمه کې د شیعه ګانو پر یوه جومات چاودنې ۱۲ کسان ووژل او ۴۱ نور یې ټپیان کړل. د راپورونو له مخې د دغه برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی دی.

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنټ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې تېره ورځ یې په مزارشریف کې له یاد جوماته لیدنه کړې ده.

ده پر دغه جومات برید خواشینوونکی بللی او ویلي یې دي چې د یاد برید د قربانیانو له کورنیو سره یې لیدلي دي.

هغه لیکلي:‎ «پر ملکي وګړو بریدونه باید بند شي او هغوی چې د دا ډول بریدونو مسوول دي باید عدالت ته را کش کړل شي.»

ریچارډ بینټ د غویي په ۲۵ د بشري حقونو د څېړلو په موخه افغانستان ته راغلی دی.

Views: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.