کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د پاسپورټ عمومي ریاست وایي، په دې وروستیو کې ځینو «ناوړه ګټه اخیستونکو» له هېواده بهر د پاسپورټونو جعلي کتابچې چاپ کړې او د جعلي ټاپو او لاسلیکونو په کارولو سره یې خلکو ته د پیسو په بدل کې وېشي.
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاسپورټ ادارې د کشفي او استخباراتي مسوولینو له لوري، له څو نیول شوو کسانو د ترلاسه شويو معلوماتو او اعتراف له مخې، دوى د پاسپورټ سپینې کتابچې په ګاونډیو هېوادونو کې له چاپ وروسته، په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړې دي او خلکو ته یې وېشي.
سرچینې د هغو هېوادونو نومونه نه دي یاد کړي چې د پاسپورټ یادې کتابچې پکې چاپیږي؛ خو زیاته کړې یې ده چې دا کتابچې نه یوازې له پاسپورټ ادارې سره ثبت نه دي، بلکې جلعي والی یې په اسانه د پېژندلو وړ دی او د دې ډول جعلي پاسپورټونو لرونکي به له جدي چلند سره مخ شي.
سرچینې د جعلکارانو په اړه له جزئیاتو ورکولو پرته ویلي چې دا د یوې جعلکارې ډلې کسان دي چې یو شمېر یې نیول شوي او پاتې نور یې د کشفي ځواکونو تر تعقیب لاندې دي.
د پاسپورټ ریاست لیکلي: «اوس د پاسپورټ ریاست له داخل نه د فساد لمن ټوله شوې او د ټولو کارکوونکو ورځنۍ چارې د دې ادارې د مشرتابه تر څار لاندې دي. د پاسپورټ عمومي ریاست له ټولو متقاضیانو غواړي چې که غواړي پاسپورټونه یې جعلي نه وي، په جعلکارو او کمېشنکارانو دې نه دوکه کېږي او هېچا ته د پاسپورت ترلاسه کولو په بدل کې پیسې ورنه کړي.»
یادې ادارې زیاته کړې چې د پاسپورټ په مرکزي اداره کې هره ورځ د خدمتونو وړاندې کول جریان لري او د هېواد هر وګړی له قانون سره سم کولای شي په انلاین بڼه غوښتنه وکړي او خپل پاسپورټ ترلاسه کړي.
دغه راز سرچینې لیکلي، د ناروغ لرونکو کسانو غوښتنې د رسېدنې په موخه چې ناروغ یې د درملنې لپاره بهر ته د تګ اړتیا ولري، په پاسپورت اداره کې کمېسیون جوړ شوی؛ دغه کمېسیون ته دنده سپارل شوې څو د متخصص ډاکټر له نظر څرګندولو وروسته، ناروغ لرونکو ته په فوقالعاده ډول او له ځنډ پرته د پاسپوټ خدمتونه وړاندې کړي.
Views: 73