کندهار (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۵ غړي په چاړه وهلي او ټپيان کړي دي.
پېښه تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند په شهید کلي کې شوې ده.
د سپین بولدک ولسوالۍ یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ په شهید کلي کې یوه کس د خپلې کورنۍ درې ښځې او دوه نارینه په چاړه وهلي او ټپيان کړي دي.
سرچینې زیاته کړه: «دغه کس محمد ولي نومېږي، ۴۰ کاله عمر لري او په عصبي ناروغي اخته دی چې تېره شپه یې د چاړې په وسیله د خپلې کورنۍ پر غړو حمله کړې ده، درې ښځې او دوه نارینه یې ټپيان کړي دي.»
سرچینه وايي، دغه کس د امنیتي ارګانونو له خوا نیول شوی دی.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر هم پېښه تاییدوي او وايي د دې پېښې له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، د پېښې ټپيان د سپین بولدک ولسوالۍ په فاروقي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
Views: 106