Pajhwok Afghan News

کندهار ښار کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د لوبو جمنازیم جوړ او پرانیستل شو

کندهار (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): په کندهار ښار کې د لوبو یو جمنازیم جوړ او پرانیستل شو چې ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی.

دغه جمنازیم – چې په یوه وخت پکې ۲زره نندارچیان ځایدلی شي – تېره شپه پرانیستل شو.

د پرانیستې په مراسمو کې ورزشکارانو بېلابېل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.

د کندهار د سپورټ او بدني روزنې رییس مولوي محمد ابرار پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه جمنازیم جوړولو کار شاوخوا دوه کاله مخکې پیل شوی و چې په دې وروستیو کې بشپړ او تېره شپه پرانیستل شو.

دی زیاتوي، د جمنازیم پر جوړولو ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د یوې موسسې له خوا ورکړل شوی چې په اړه یې ډېر معلومات نشته.

نوموړي وویل: «موږ پخوا په کندهار ښار کې په دولتي چوکاټ کې داسې مجهز جمنازیم نه درلود؛ خو اوس له یو ښه او عصري جمنازیم څخه برخه‌من شو، وزرشکاران کولای شي په دغه جمنازیم کې ۲۴ ساعته لوبې وکړي.»

د ده په خبره، دا مهال په کندهار کې د بېلابېلو ورزشي څانګو ۲۳ فدراسیونونه فعال دي او ۱۱زره ورزشکاران لري چې په ولایتي، ملي او نړیواله کچه د سیالیو وړتیا لري.

ده وویل، هڅه کېږي د ورزش په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، څو ورزشکاران لا ډېر شي او ښې وړتیاوې ولري.

د کندهار ورزشکاران وايي، خوښ دي چې په دغه ولایت کې مجهز دولتي جمنازیم جوړېږي څو لوبغاړي د خصوصي جمنازیمونو په پرتله پکې په اسانۍ او لږ لګښت لوبې وکړي.

د سمیع‌الله په نوم یوه ورزشکار پژواک اژانس ته وویل، که څه هم په کندهار کې د ورزش په برخه کې د معیاري لوبغالو د کمښت او ورزشکارانو ته د نه پاملرنې په څېر ستونزې شته، خو پرمختګونه هم شته چې اوسنی جمنازیم یې یوه بېلګه ده.

هغه وايي، تمه لري چې د ورزشکارانو ملاتړ وشي او شته ستونزې یې حل شي.

یو بل ورزشکار سهېل وايي، ورزش ځوانان د نشه‌يي توکو له کارولو او نورو ناوړو کارونو راګرځوي؛ مسوولینو ته په کار ده چې ورزش ته وده ورکړي او ځوانانو ته د سالمو بوختیاوو زمینه برابره کړي.

دی زیاتوي: «ورزشکاران باید تشویق شي، مثال هره لوبډله چې ده، د هغوی تکړه کسان باید سپانسر شي او ښه وروزل شي؛ ځکه ډېری تکړه ورزشکاران شته خو اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، مسوولین باید له هغوی سره د ورزش په برخه کې مرسته وکړي.»

د یادونې ده، د جمنازیم د پرانیستې مراسمو په پای کې یو شمېر تکړه لوبغاړو او ورزشکارانو ته جایزې او مډالونه هم ورکړل شول.

اړوند چارواکي وايي، ورزشکارانو ته تر پخوا پاملرنه ډېره شوې او په کندهار کې د فوټبال، کرکټ، غېږ نیونې او نورو لوبو سیالۍ ډېرې شوې او دوی هم هڅه کوي چې استعداد لرونکي لوبغاړي وهڅوي او لا ښه یې وروزي.

Views: 69

Exit mobile version