Pajhwok Afghan News

د هېواد د درېیو هوایي ډګرونو د ځمکني چوپړ تړون له یوې اماراتي کمپنۍ سره لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د کابل، کندهار او هرات هوايي ډګرونو کې د الوتکو لپاره د ځمکني خدمت مشارکتي تړون د عربي متحده اماراتو له یوې کمپنۍ سره لاسلیک شو.

د ریاست‌الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په کابل کې د دغه تړون لاسلیکولو مراسمو کې وویل، له ډېر وخت راهیسې د هوايي ډګرونو د تظیم خبره روانه وه او نن د متحده عربي امارتو له یوې کمپنۍ «ګک» سره په دې اړه هوکړه وشوه.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده وویل، ګک یوه نړۍواله کمپنۍ ده چې د هوايي چلند په برخه کې ډېره تجربه لري او د متحده عربي اماراتو په ګډون د ځینو هېوادونو هوايي ډګرونو کې د الوتکو خدماتي چارې سمبالوي.

دی وايي، دغې کمپنۍ د افغانستان له مخکني حکومت سره د هوايي ډګرونو د تنظیم او کنټرول تړون درلود، خو د تېرې زمري میاشتې له تحول درې میاشتې مخکې یې د تړون موده ختمه شوې وه.

هغه وویل چې له دې کمپنۍ سره نوي سرپرست حکومت د کار موده تر اوسه په شفاهي توګه غځولې وه خو له نن وروسته به د کابل، کندهار او هرات په هوايي ډګرونو کې الوتکو ته ځمکني خدمات وړاندې کوي.

حمیدالله اخندزاده زیاته کړه چې د یاد او نورو تړونونو په اړه له مختلفو هېوادونو سره خبرې شوې او اوس هم روانې دي، خو د اوس لپاره یوازې د الوتکو لپاره د چوپړ ۱۸ میاشتنی تړون لاسلیک شو.

هغه د عربي متحده اماراتو له خوا د افغانستان د سرپرست حکومت د پر رسمیت نه پېژندنې او یاد تړون په اړه د پژواک د یوې پوښتې په ځواب کې وویل: “دا چې دا یو تجارتي او خدماتي قرارداد دی، دا قرارداد له یوې کمپنۍ سره دی، البته هغې کمپنۍ ته به ضرورت نه وي چې یو مملکت پر رسمیت وپېژني، هره کمپنۍ خپل معیارونه لري، کولی شي چې له موږ سره تړون وکړي او یا یې موږ ورسره وکړو.”

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه: “څنګه چې تړون مشارکتي دی، نو د پیسو اندازه هم معلومه نه ده چې موږ به څومره ورکوو، مصارف له عوایدو کېږي او منافع زموږ ترمنځ څنګه چې توافق پرې شوی، هغسې وېشل کېږي، مطلب دا چې موږ دوی ته پیسې نه ورکوو.”

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د هېواد هوايي ډګرونو د مدیریت لپاره له قطر او ترکیې سره خبرې روانې وې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو د تېر کال په مرغومي میاشت کې ویلی وو چې د دغه مسوولیت اخیستو لپاره ترکیې او قطر چمتووالی نیولی، خو د افغانستان د سرپرست حکومت هوکړې ته په تمه دي.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست وايي چې ترکیه او قطر له افغانستان سره د هوايي ډګرونو په برخه کې مرسته کوي، له هغوی سره کوم تړون نه دی شوی خو خبرې یې روانې دي څو په نورو برخو کې تړونونه وشي.

د ګک شرکت د مشرتابه غړي رازق اسلم محمد عبدالرزاق وویل چې دوی د تړون پر بنسټ له افغانانو سره د خپلو ژمنو پلې کولو ته دوام ورکوي.

دی وايي: “هیله لرو چې نړیوال شرکتونه بېرته افغانستان ته الوتنې پیل کړي.”

دغه راز د تراسپورټ او هوایي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا خبریالانو ته وویل، له دغه تړون وروسته هیله ده چې نړیوال هوايي شرکتونه افغانستان ته بیا الوتنې پیل کړي.

دی وايي: “همدا اوس د افغانستان له هوايي حریم څخه په یوه شپه او ورځ کې له ۵۰ تر ۶۰ پورې الوتنې ترسره کېږي او ټول عواید یې د افغانستان حساب ته جمع کېږي.”

د ریاست‌الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یاد تړون د لاسلیک په مراسمو کې له ټولو هېوادونو سره د افغانستان د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار وکړ او غوښتنه یې ترې وکړه چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ده زیاته کړه: “په افغانستان کې اوس په سلو کې ۸۰ امنیت تامین دی، هر هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د پانګونې او تړونونو دلچسپي لري، هغوی دې مطمین و اوسي چې موږ یې د امنیت تضمین کوو، د سر، مال او عزت تضمین یې شته.”

د هغه په وینا، افغانستان له هغو هېوادونه سره د تړونونو کولو په برخه کې خبرو ته چمتو دی چي غواړي د کانونو او یا نورو هوايي ډګرونو په برخو کې کار وکړي.

Views: 113

Exit mobile version