Pajhwok Afghan News

د هواپېژندنې ادارې په ځينو ولایتونو کې د سختو بادونو وړاندوینه کړې ده

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې له خاورو او دوړو سره یوځای د تېزو بادونو – چې سرعت به یې په ځینو سیمو کې په ساعت کې له (۳۰ تر ۱۰۰ کیلومتره) وي – وړاندوینه کړې ده.

د هواپېژندنې ریاست پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د دغو بادونو احتمالي موده د غبرګولي له څلورمې تر پنځمې وړاندوینه شوې ده.

د سرچینې د معلوماتوله مخې، د دغو بادونو وړاندوینه په کندوز، بلخ، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، سمنګان، سرپل، جوزجان، غور، دایکنډي، اروزګان، غزني، پکتیا، پکتیکا، بغلان، بامیان، پروان، تخار، پنجشېر، کاپیسا، میدان وردګ، لوګر، خوست او زابل ولایتونو کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، دغه بادونه چې خاورې او دوړې به هم ورسره وي، سرعت یې په مختلفو ځایونو کې په ساعت کې له (۳۰ تر ۱۰۰ کیلومترو) پیش‌بیني شوي دي.

Views: 381

Exit mobile version