مهترلام (پژواک ۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د لغمان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي د احاطې دېوال او د ترمیم چارې نن پيل شوې.
د لغمان د پوهنې رییس مولوي شاه جهان ساجد پژواک خبري اژانس ته وویل، د الیشنګ اړوند د قلعه نجیل د يوه ښوونځي د ترميم او د ۳۹۵ متره د احاطې دېوال چارې د سویډن موسسې په مالي ملاتړ پیل شوې.
ده زياته کړه، پر دې دېوال او ترمیم کارۍ څه باندې څلور ميليونه او ۷۹۴ زره افغانۍ لګښت راځي چې د ۴ میاشتو په موده کې به یې کارونه بشپړ شي.
د مسوولینو په وینا، د الیشنګ ولسوالۍ په کچه ۱۶ ښوونځي د احاطې دېوالونه نه لري.
Views: 40