Pajhwok Afghan News

پکتيا کې د عملیاتو پر مهال لسګونه ميله وسله او موټر ترلاسه شوي

ګردېز (پژواک، ٨ غبرګولى ۱۴۰۱): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د کور په کور عملياتو په ترڅ کې، ۱۰۰ ميله وسله او ٢٠ عرادې موټر ترلاسه شوي دي.

دغه عمليات يوه مياشت وړاندې په ګردېز ښار او شاوخوا سيمو کې پيل شوي او تر اوسه دوام لري.

د پکتيا امنيې قوماندانۍ وياند عمر البدري پژواک ته وويل چې په ګردېز ښار او هغو سيمو کې کور په کور عمليات پيل شوي چې تر شک لاندې وو.

دى وايي، تر اوسه د يادو عملياتو په ترڅ کې ١٠٠ ميله وسله او ٢٠ عرادې موټر ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وينا، د همدغو عملياتو په ترڅ کې ځیني هغه دولتي تجهيزات او وسايل هم ترلاسه شوي چې خلکو په ناقانونه توګه ساتلي وو.

ده وويل: «په دې وسلو او موټرونو کې ځيني تر شک لاندې دي چې دولتي به وي او کنه خو که چېرې دولتي نه وو بېرته يې خاوندانو ته سپارل کېږي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا عمليات اوس هم په ګردېز او شاوخوا سيمو کې دوام لري او موخه يې د عامه نظم او امنيت خوندي کول دي.

د البدري په خبره، د يادو وسلو او وسايلو په تړاو يو شمېر کسان هم نيول شوي چې ځيني يې په ضمانت خوشي شوي او له ځينو نورو يې پوښتنې روانې دي.

بل لور ته د پکتيا اوسېدونکي هم له دغو عملياتو خوښ دي.

د ګردېز اوسېدونکي حبيب‌الرحمن رحيمي پژواک ته وويل: «هر هغه اقدام چې د امنيت ساتلو او دولتي وسايلو د ټولولو لپاره ترسره کېږي مونږ يې هرکلی کوو او بايد دوام وکړي.»

نوموړی وايي، لاهم ډېر داسې کسان شته چې له اړتيا پرته يې په کورونو کې ناقانونه وسلې ساتلې دي.

د يادونې ده، کور په کور عمليات لومړى په پلازمېنې کابل کې ترسره شو او بيا نورو ولايتونو ته وغځېده.

Views: 157

Exit mobile version