Pajhwok Afghan News

نيمروز کې پنځه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي دي

زرنج (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د نيمروز امنيتي مسوولين په دغه ولايت کې د بېلابېلو جرمونو په تور د پنځو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي امر او وياند بهرام حقمل نن (د غبرګولي ١٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې پنځه کسان د غلا، انساني قاچاق، اخلاقي فساد او د پاسپورټونو او ويزو جعلکارۍ په تور نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه کسان د څلورو امنيتي حوزو کسانو له خوا نيول شوي او جنايي مديريت ته يې سپارلي دي.

نوموړي وویل: «یو له دغو کسانو کم عمره ماشوم و چې د خپل ګاونډي له کوره یې د یوه میل وسلې د غلا په تور، د درېیمې امنیتي حوزې له خوا نیول شوی دی.»

حقمل زياته کړه، ياد کسان له پرون راهيسې نيول شوي او اړوندې دوسيې به يې ډېر ژر بشپړې او په ۷۲ ساعتونو کې به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Views: 13

Exit mobile version