کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): یوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی چې د رادار خرابوالي له امله، د کابل هوایي ډګر الوتنې له پاکستانه اداره کېږي؛ خو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت بیا دغه راپور ردوي.
اري نیوز (Ary News) پاکستانۍ ټلوېزیونې شبکې د خبر له سرچینې ښودلو پرته، راپور ورکړی چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر رادار له کاره لوېدلی او له همدې امله، د کابل هوایي ډګر اړوندې الوتنې د لاهور، کراچۍ او اسلام اباد د رادار له لارې څارل کېږي.
یادې رسنۍ د «سرچینو» په حواله لیکلي چې د کابل هوایي ډګر د رادار خدمات به د زمري تر ۲۹ مې د لاسرسي وړ نه وي.
خو د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان په هوایي ډګرونو کې رادارونه فعال دي او ټول ملکي هوایي خدمتونه د دغه وزارت له لوري ترسره کېږي.
سرچینې لیکلي، افغانستان د ملکي هوايي چلند د نړيوالو سازمانونو پر غړيتوب سربېره، له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د همکاريو هوکړه لیکونه هم لري او د معمول مطابق د ملکي هوايي چلند په برخه کې متقابله همکاري لري.
Views: 84