Pajhwok Afghan News

پکتيا کې د عملیاتو پر مهال وسلې او دولتي تجهيزات ترلاسه شوي

ګردېز (پژواک، ۹ غبرګولى ۱۴۰۱): د پکتيا د استخباراتو رياست له لوري په دغه ولايت کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال، يو شمېر وسلې، مهمات او دولتي وسايل ترلاسه شوي دي.

د ياد رياست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه عمليات په مرکز ګردېز او  ډنډپټان ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ډنډ‌پټان ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال، ۳۵ ميله کلاشينکوف، دوه قبضې راکټ او يوه پيکا ترلاسه شوي دي.

سرچينه زياتوي، د دې وسلو ترڅنګ ګڼ شمېر نور مهمات او دولتي وسايل هم ترلاسه شوي چې په ناقانونه توګه ساتل کېدل.

د پکتيا د استخباراتو له لوري په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو د مرکز ګردېز اړوند په حبيب کلا سيمه کې ورته عمليات تر سره کړي دي.

د دوی په خبره، په دغو عملياتو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي خو دقيق شمېر يې نه دى په ډاګه شوى.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د يادو وسلو او مهماتو په تور يو کس نيول شوى چې دا مهال پوښتنې ترې روانې دي.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د پکتيا د استخباراتو رياست له لوري په دغه ولايت کې ګڼ شمېر وسلې او دولتي وسايل کشف او ترلاسه شوي دي.

Views: 416

Exit mobile version