کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن په یوه تدارکاتي سیالۍ کې د ویتنام ملي لوبډلې سره لوبېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله، د اسیا ملتونو جام فوټبال سیالیو لپاره د چمتووالي په دوام، نن مازیګر (د غبرګولي ۱۱مه) د ویتنام فوټبال ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
سرچینې لیکلي چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ تمریناتي غونډه، پرون (سه شنبه) مازیګر د ویتنام د «هوشي مین» ښار په ۲۵زره کسیز «تانګ نات» لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون زیاته کړې چې افغان ملي لوبډله به د اسیا د ملتونو جام انتخابي سیالیو کې د لوبېدو لپاره د لا ښه چمتووالي په موخه، د ویتنام فوټبال ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.
د یادونې ده، د هېواد فوټبال لوبډلې لوبغاړي به له دغې سیالۍ او ویتنام کمپ څخه وروسته، د اسیا د ملتونو جام انتخابي سیالیو کې د ګډون لپاره د هند کلکتې ښار ته ولاړ شي.
د فوټبال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې، د هانک کانګ، هند او کامبوج لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده.
د ویلو ده، دغه لوبه به نن مازیګر ۴:۳۰ بجې د هوشيمین ښار په لوبغالي کې ترسره شي او د فوټبال فدراسیون ویلي چې دغه لوبه د یاد فدراسیون له فیسبوک پاڼې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
Views: 31