زرنج (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د نیمروز د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې له ۴۰ تر ۸۰ زره هکتاره ځمکه د له منځه تلو خطر سره مخ ده.
د یاد ولایت د کرنې ریاست د نباتي ناروغیو امر غلام فاروق شریفي پژواک ته وویل، کروندګر تل د وچکالۍ له ستونزو سره مخ دي او سږ کال هم ورته ډېر زیانونه اوښتي دي.
هغه وویل: «په نیمروز کې کرل شوې شاوخوا له۴۰ تر ۸۰ زره هکتاره ځمکه د له منځه تلو په حال کې ده.»
نوموړي زیاته کړه، د چخانسور او کنګ ولسوالیو د کروندګرو له ۸۰ تر ۹۰ سلنه محصولات، ثمرې ته له رسېدو مخکې له منځه تللي دي.
هغه همدراز وویل، په دلارام او خاشرود ولسوالیو کې کافي اوبه شته د کرنې او کښتونو وضعیت ښه دی.
د نیمروز بزګر هم له وچکالۍ شکایت لري او له حکومته د دغې ستونزې د حل لپاره مرسته غواړي.
د دغه ولایت د چخانسور ولسوالۍ یوه کروندګر لعل محمد اسحاقزي پژواک ته وویل: «سږ کال مې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه هندواڼې او خټکي کرلي، خو د وچکالۍ له امله د له منځه تلو په حال کې دي.»
هغه زیاته کړه، ټوله پانګه یې د کرنې په برخه کې لګولې او ښايي ټوله له لاسه ورکړي.
هغه له حکومته وغوښتل چې د وچکالۍ ستونزې هوارولو لپاره اقدام وکړي، څو خلک له بېوزلۍ او بېچارګۍ وژغورل شي.
د یادونې ده، شاوخوا یو کال مخکې په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند – چې د هېواد په کچه د اوبو کنټرولولو یوه مهمه پروژه ګڼل کېږي – ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې د ۲۵ میلیون متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.
Views: 18