Pajhwok Afghan News

بلخ کې یو سوداګر د ناپېژنده وسله‌والو له لوري تښتول شوی

مزارشریف (پژواک، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۱): د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې نامعلومو وسله والو یو سوداګر تښتولی دی.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري دغه پېښه تائیدوي او وایي، چې تښتول شوی سوداګر خواجه محمد صدیق نومیږي.

هغه زیاته کړه، دغه سوداګر نن دوشنبه سهار اوبجې هغه مهال چې خپل لور یې د ښوونځي تر ځایه رسوله، په لاره کې د ناپېژندو وسله‌والو له لوري تښتول کېږي.

د وزیري په وینا، د بلخ امنیتي او کشفي ارګانونه هڅه کوي، تر څو دغه کس د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړي.

Views: 114

Exit mobile version