Pajhwok Afghan News

سیګار د مخکني ولسمشر غني له خوا د میلیونونو ډالرو وړلو ادعاوې ناسمې وبللې

اتلانتا (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره (سیګار) وایي، هغه تورونه ناسم دي چې ګواکې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمداشرف غني له میلیونونو ډالرو سره له هېواده وتلی و.

سیګار زیاته کړې، معلومات یې ښیي چې غني او ټیم یې په څلورو چورلکو کې یوازې شاوخوا ۵۰۰ زره امریکایي ډالر له ځان سره وړي وو.

یوه پخواني افغان چارواکي پژواک ته وویل چې یادې پیسې د لارې خرڅ او بیا له ازبکستانه تر اماراتو د بلې الوتکې د کرایې او نورو لګښتونو لپاره وړل شوې وې.

د راپورونو له مخې، تیر کال د زمري په ۲۴مه، د افغانستان د تېر حکومت له سقوط سره سم، پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر نورو چارواکو سره لومړی ازبکستان او بیا له هغه ځایه متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې اګسټ میاشتې په پنځلسمه نېټه، کابل ته د طالبانو له دننه کېدو سره سم له هېواده ووت او هغه مهال په ټولنیزو پاڼو کې یوه ويډیو خپره شوه چې ګواګې له ځان سره یې میلیونونه ډالر وړي، خو ده په وار وار په خپلو مرکو کې دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه یا کومه بله خپلواکه اداره کولی شي په دې اړه رڼې پلټنې وکړي او دی په دې برخه کې بشپړه همکاري ورسره کوي.

د دې ادعاوو په اړه لومړی رپوټ رویټرز خبري اژانس په کابل کې د روسیې د سفیر له قوله خپور کړ،‌ خو وروسته نورو افغان او نړیوالو رسنیو هم دا موضوع راپورته کړه.

هغه مهال ځینو سرچینو داسې راپور هم خپور کړ چې د اشرف غني د ساتونکو مشر برید جنرال پیراز عطا شریفي ادعا کړې چې غني له افغانستانه د وتو پر مهال له ځان سره میلیونونه ډالر وړي او دی د پېښې ویډیويي ثبوت هم لري.

تېر کال د تلې په ۱۵مه د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) وویل، د هغو راپورونه په اړه پلټنه کوي چې ګواکې غني له کابله د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیون ډالر وړي دي.

سیګار د غبرګولي په ۱۷مه په دې اړه د امریکا مشرانو جرګې او کانګرېس ته راپور لیږلی؛ په دغه راپور کې یادې ادعاوې ناسمې بلل شوي او په کې راغلي چې غني ان له یو میلیون ډالرو څخه کمې پیسې له ځان سره وړې دي.

سیګار په دغه راپور کې ویلي، موندنې یې ښیي چې د ارګ له ځینو برخو یوه اندازه پیسې چورلکو ته وړل شوې وې، خو دا پیسې له یو میلیون ډالرو کمې او ان ۵۰۰ زره امریکایي ډالر هم نه وې.

سرچینې زیاته کړې: «د دې پيسو ډېره برخه یې د هغو دولتي ادارو له بودجې وې چې له ارګه تنظیمېدې.»

سیګار وایي، د پلټنو پر مهال یې داسې مشکوک حالات موندلي چې ګواکې له هېواده د اشرف غني له وتلو وروسته تر پنځه میلیون ډالرو پورې په ارګ کې پاتې وو.

په راپور کې راغلي چې د یادو پنځه میلیون ډالرو اصلیت او موخه نه ده معلومه، خو ویل کېږي چې د ولسمشر له وتلو وروسته د ارګ د امنیتي ګارد یا پي‌پي‌اېس له خوا وېشل شوي وو.

سیګار ویلي، هغه ادعاوې یې هم څېړلې چې ګواکې د افغانستان د ملي امنیت مسوولینو او چارواکو سلګونه میلیون ډالر له هېواده ایستلي، خو داسې کوم کره شواهد او ثبوتونه یې په دې اړه نه دي ترلاسه کړي چې ګوندې دا او یا هم د ملګرو ملتونو د مرستو پيسې ایستل شوې وي.

سیګار د امریکا کانګرېس او مشرانو جرګې ته په استول شوي راپور کې ویلي، پخواني ولسمشر او د هغه د حکومت پر لوړو پوړو چارواکو دا تورونه او ادعاوې چې ګواکې له افغانستانه د وتلو پر مهال یې میلیونونه ډالر له ځان سره وړي، ناسم دي.

سرچینې زیاته کړې: «په وتلو کې بېړه، په چورلکو کې د مسافرینو ټینګار، د چورلکو د لګښت او فعالیت محدودیتونه، په هوا او ځمکه کې د عیني شاهدانو د معلوماتو پر اساس دا موندل شوي چې په یادو چورلکو کې یواځې څه باندې ۵۰۰ زره امریکایي ډالر وړل شوي دي.»

په راپور کې راغلي: «پنځه میلیونه دالر د اشرف غني د تګ ورسته په ارګ کې پاتې شوي و چې د رییس جمهور امنیتې کسانو په خپل مينځ کې ویشلي. سیګار د غلا نور راپورونه هم لري چې د ملي امنیت د بودجې څخه په سلګونه میلیونه ډالر غلا کېدل هم په کې شامل دي.»

سیګار ویلي، په داسې حالاتو کې د دولتي فنډونو چور عادي وي، خو د وروستیو ورځو د دولتي ودانیو د مخفي کامرو ویډیوګانې له اوسني حکومت سره دي؛ ځکه سیګار اوس نه شي معلومولی چې په ټولیزه توګه څومره پیسې د چا له خوا غلا شوې دي.

خو په راپور کې راغلي چې سیګار په دې اړه خپلو څېړنو او هڅو ته دوام ورکوي، څو دقیق معلومات راټول کړي.

د یادونې ده، په کابل کې د روسیې سفارت هم ادعا کړې وه چې ولسمشر غني په چورلکو کې له ځان سره ۱۶۹ میلیون ډالر وړي دي. دغه راز په تاجکستان کې د افغانستان د هغه مهال سفیر ظاهر اغبر هم ادعا کړې وه چې پخواني ولسمشر غني لسګونه میلیونه ډالر وړي دي.

اغبر له انټرپول پولیسو غوښتي وو چې اشرف غني ونیسي.

سیګار وایي چې له اغبر سره یې اړیکه ونیوه څو د خپلو ادعاوو په اړه شواهد او ثبوتونه وړاندې کړي، خو وړاندې یې نه کړل.

په راپور کې راغلي، ۱۶۹ میلیون نغد ډالر که په بیکونو کې واچول شي، نو هغه دوه ټنه کېږي، په کومو چورلکو کې چې ولسمشر غني او ټېم یې ولاړل، هغو د دومره وزن وړلو ظرفیت نه درلود.

سیګار وایي، په افغانستان او په بهر کې له مسافرینو د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په چورلکه کې دومره زیات کسان ناست وو چې د اضافي توکو او سامان وړلو وړتیا یې نه لرله.

سرچینې د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې لیکلي، د یادو چورلکو پیلوټانو غوښتل چې په هره چورلکه کې یواځې شپږ کسان پورته شي، خو په درېیمه چورلکه کې ۲۰ کسان ځای پر ځای شوي وو.

په راپور کې راغلي چې په موټرو کې د دوه ټنه په اندازه د نغدو پيسو وړل هم امکان نه لري، لومړۍ مېرمنه بي‌بي‌ګل او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دوو زرهې موټرو کې تر چورلکې ولاړل او په دې موټرو کې دومره پیسې نه ځایېدې.

سیګار د روسیې د سفارت د ادعاوو ردولو لپاره دا هم ویلي چې د اګسټ په ۱۵مه هوا ډېره ګرمه وه او چورلکې له تېلو هم ډکې وې، نو دا ناشونې وه چې د ډېرو مسافرینو ترڅنګ دوه ټنه نغدې پيسې هم ولېږدوي.

په راپور کې راغلي، کله چې یادې درې چورلکې د ازبکستان ترمذ ښار هوایي ډګر کې کوزې شوې، نو ځایي ځواکونو دوی بې وسلې کړل، خو کله چې پوه شول ولسمشر غني هم دی، نو تر ترمینله یې په تشریفاتو ورسول او لږه شېبه وروسته څلورمه چورلکه هم ور ورسېده.

سیګار ویلي چې په دې څلور واړو چورلکو کې له افغانستانه ټول ۵۴ کسان وتلي وو.

Views: 587

Exit mobile version