Pajhwok Afghan News

په فراه کې د ترافيکي پېښې له امله لس کسان ټپيان شوي

فراه (پژواک ، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۱): د فراه ولايت امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د څلورو ماشومانو په ګډون لس کسان ټپيان شوي.

د ياد ولايت امنيې قوماندانۍ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې پېښه نن شاوخوا ۱۲ بجې د یادې ولسوالۍ په شوان سيمه کې د مازدا او ۳۰۴ موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.

سرچينې ویلي، په پيښه کې د څلورو ماشومانو په ګډون لس تنه ټپيان وي چې  روغتون ته لېږدول شوي او موټر چلوونکي نيول شوی.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بیلا بیلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.

Views: 35

Exit mobile version