Pajhwok Afghan News

استخباراتو یو شمېر کسان د قران‌کریم ایاتونو ته د سپکاوي په تور نیولي

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د استخباراتو ریاست وایي چې یو شمېر کسان یې د قران‌کریم ایاتونو ته د سپکاوي په تور نیولي دي.

د یاد ریاست ویاند اجمل همراز په ټویټر کې د نیول شوو کسانو اعترافي ویډیو هم خپره کړې ده.

همراز پر خپل ټویټر لیکلي: «هيڅوک اجازه نه لري چې د اسلامي نظام په حاکمیت کې د قران ایاتونو، نبوي احادیثو او اسلامي مقدساتو ته سپکاوی وکړي او یا ملنډې پرې ووهي؛ هغه کسان چې په دې وروستیو کې یې د قران مبارک ایاتونو ته توهین کړی او تمسخر کړي یې دي، نیول شوي دي.»

د استخباراتو ریاست د ویاند  له خوا په خپره شوې ویډیو کې له نیول شوو یو هم د اجمل حقیقي په نوم یو یوټیوب چلوونکی دی. هغه پخوا په افغانستان کې د جامو موډلینګ کاوه او په خپل یوټیوب چینل کې یې پر بېلابېلو ټولنیزو او تفریحي موضوعاتو خپرونې کولې.

په دې ویډیو کې اجمل حقیقي له درېیو نورو ملګرو سره  ښکاري چې د زندانیانو جامې یې پر تن او لاسونه یې ولچک دي.

حقیقي په ویډیو کې اعتراف کوي چې په یوه خپرونه کې ترې د «قران کریم د یو ایت» توهین شوی او  چمتو دی چې په دې اړه د محکمې هر حکم ومني.

نوموړي دا هم ویلي چې د خپل یوټیوب له لارې یې فحشا ته کار کاوه او د تېر جمهوري نظام یې ملاتړ کولو.

حقیقي د دغه کار له امله له حکومت، افغانانو او ټولو مسلمانانو بښنه غوښتې ده.

د حقیقي یو همکار چې په ټولنیزو رسنیو کې په «غلام سخي» پېژندل کېږي، هم په ویډیو کې لیدل کېږي خو د بندیانو جامې یې پر تن نه دي.

اجمل حقیقي وايي چې د دغه همکار «عصبي سیستم سم کار نه کوي او ستونزه» لري.

خلک په دې اړه بېلابېلې څرګندونې کوي.

ژورنالېست میرویس افغان وایي چې له اجمل حقیقي څخه په زور اعتراف اخیستل شوی دی.

هغه پر ټویټر لیکلي، اجمل حقیقي او غلام سخي «د لرګي په زور اقرار کړی، بله نادوده دا ده چې له عدالت مخکې یې دا خلک مجرمین معرفي کړي دي.»

خو د اسامه تڼیوال په نوم یو بل کس بیا د یادو کسانو  پر نیول کېدو خوښي څرګنده  کړې، ویلي يې دي چې «دا وطن د فحشاء او د غرب د فرهنګ خپرولو ځای نه دی.»

Views: 1117

Exit mobile version