Pajhwok Afghan News

په هرات کې د څلور میلیونه ډالرو په لګښت دوو فابریکو فعالیت پیل کړ

هرات ښار (پژواک، ١٩ غبرګولی ١٤٠١): هرات ولایت ته د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر له سفر سره سم د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې دوو تولیدي فابریکو په فعالیت پیل وکړ.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې له صنعتي ښارګوټي د لیدنې ترڅنګ په دغه ښارګوټي کې د څلور میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت، دوې د اکسیجن د ګاز د تولید او یوه د پنبې د تولید فابریکه د هغه د مالکانو په شتون کې پرانیستلې.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست له خصوصي سکټوره د ملاتړ ترڅنګ رسنیو ته وویل، دغه وزارت هڅه کوي چې د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي او په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.

دغه راز عزيزي له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په هېواد کې د پانګونې لپاره شرايط برابر دي او هېواد ته دې راستانه شي.

د هغه په ​​وينا، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت هڅه کوي، په هېواد کې د صنعتکارانو لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي، څو صنعتکاران وکولای شي په راتلونکي کې د هېواد په کچه د خلکو د اړتيا وړ ټول توکي توليد کړي.

په ورته مهال د هرات د صنايعو او کانونو خونې رييس حميدالله خادم وايي، د تېر حکومت په پرتله اوس د سوداګرو ستونزې کمې شوې دي.

هغه څرګنده کړه، اسلامي امارت په هېواد کې سوداګرو ته د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو بېکاریو ځوانان اندېښمن کړي؛ خو د پنبې د تولید فابريکې يوه کارکوونکي همايون پژواک اژانس ته وويل، خوښ دى چې دى او لسګونه نور ځوانان ته د کار زمینه برابره شوې ده.

نوموي د حکومت له مشرتابه وغوښتل چې په هېواد کې د پانګونې له لارې ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

Views: 47

Exit mobile version