اټلانټا (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، په کابل کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې یو قوماندان وژل شوی دی.
مجاهد د غبرګولي په ۲۲مه، د شپې ناوخته په ټویټر کې لیکلي، نن ناوخته د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ کې د خوارجو پر يوه پټنځای عمليات وکړل.
هغه زیاته کړې، په عملیاتو کې د یوسف په نوم د هغوی يو مهم قوماندان ووژل شو او د محمد اغا په نامه يو بل مهم کس یې ژوندی نيول شوی دی.
نن ناوخته د اسلامي امارت ځانګړو او مجاهدو ځواکونو د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ کې د خوارجو په يو پټنځای عمليات وکړل.
په عملیاتو کې د یوسف په نوم د فتنه ګرو يو مهم قوماندان ووژل شو او د محمد اغا په نامه يو بل مهم کس یې ژوندی ونيول شو.
۲/۱— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) June 12, 2022
مجاهد ویلي : «دا د خوارجو د هغه ګروپ مهم کسان وو چې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې یې په مساجدو، خانقاو او د برق په پايو بريدونه وکړل. له ژمنې سره سم د دوی پر ضد پراخ عمليات وشول، چې ډېر مهم او کليدي کسان یې وژل شوي او نیول شوي دي.»
د نوموړي په وینا، د دغو عملیاتو بشپړ او مستند راپور به په نږدې راتلونکي کې خپور شي.
د یادونې ده، سرپرست حکومت د «خوارج» اصطلاح داعش ډلې ته کاروي؛ تېره ورځ هم حکومت په تخار ولایت کې د داعش د اتو غړو د وژلو خبر ورکړی و.
سرپرست حکومت په داسې حال کې د داعش پر ضد د عملیاتو او د هغو د ځینو کسانو د وژلو خبر ورکوي چې ګڼ شمېر حکومتي چارواکو تل په هېواد کې د داعش ډلې د له منځه وړلو ادعا کړې وه.
Views: 474