ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې په لومړي ځل د اکسېجن د تولید دستګاه فعاله شوه

اروزګان کې په لومړي ځل د اکسېجن د تولید دستګاه فعاله شوه

author avatar
13 Jun 2022 - 17:20
اروزګان کې په لومړي ځل د اکسېجن د تولید دستګاه فعاله شوه
author avatar
13 Jun 2022 - 17:20

ترینکوټ (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): په اروزګان کې له یوې خوا په لومړي ځل د اکسیجن د تولید دستګاه فعاله شوه او له بلې خوا د دغه ولایت له ټولو روغتیايي مرکزونو سره د طبي او غېر طبي وسایلو مرسته وشوه.

په دې اړه په ولایتي روغتون کې غونډه جوړه شوې وه چې د ولایتي ادارې مسوولینو او روغتیايي چارواکو ګډون په کې کړی وو.

په اروزګان کې د کرونا شل بستریز روغتون سرطبیب ډاکټر ولي محمد په دې غونډه کې وویل، دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې د اکسېجن د تولید داسې دستګاه فعالېږي چې د ورځې ۲۰ ډبې اکسېجن تولیدوي او هره ډبه کې ۲۰۰۰ پاونډه اکسېجن ځاېږي.

هغه زیاته کړه، دا دستګاه د کوریډیټ موسسې په ۱۰۴زره امریکايي ډالره مرسته فعاله شوې چې نه یوازې د کرونا ناروغانو بلکې د ټولو ناروغانو اړتیا پوره کولای شي.

دی وايي، له دې مخکې په اروزګان کې د اکسېجن د تولید دستګاه نه وه او د اړتیا وړ اکسېجن به یې له کندهاره رالېږدوه.

بلخوا، د روغتیا په برخه کې همکارې مرستندویه ادارې (Move) د دغه ولایت له ټولو روغتیايي مرکزونو سره د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي او غېر طبي وسایلو مرسته وکړه.

د یادې موسسې یوه مسوول ډاکټر لعل‌محمد احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په مرسته شوو توکو کې ۷۲ قلمه طبي او ۶۰ قلمه غېر طبي وسایل شامل دي چې د دغه ولایت په ټولو ۵۶ روغتیايي مرکزونو به ووېشل شي.

هغه زیاته کړه، د اړتیا له مخې به له روغتیايي مرکزونو سره ورته نورې مرستې هم وکړي.

نوموړی وايي، دا مهال د اروزګان په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د پرسونل، درملو او طبي وسایلو د کمښت ستونزه هواره شوې ده.

د اروزګان مرستیال والي مزمل وايي، په دې وروستیو کې د روغتیا په برخه کې د ځینو ادارو مرستې د دې لامل شوې چې ناروغانو ته ښه خدمات وړاندې شي.

هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې د اکسېجن د تولید دستګاه فعالېدل او د میلیونو افغانیو په ارزښت د طبي او غېر طبي وسایلو مرسته، د روغتیايي خدماتو په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده.

د اروزګان ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال وايي، دا مهال یې نه یوازې د طبي وسایلو او اکسېجن په برخه کې ستونزې حل شوې بلکې د مرسته شوو وسایلو په مرسته یې روغتیايي خدمات هم ښه کړي دي.

په ولایتي روغتون کې بستر ناروغان هم اوس د پخوا په پرتله ورته د ښه خدماتو خبره کوي.

په دغه روغتون کې د یوه بستر ناروغ ماشوم تره سردار ولي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اړتیا وړ درمل ورکول کېږي او ډاکټران په ټاکلي وخت ناروغان څاري.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې په ډېرو ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې مخکنۍ ستونزې حل او خدمات ښه شوي دي.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.