[restrict paid="true"]
جلالاباد (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په جلالاباد ښار کې د چاڼيزو عملياتو په پايله کې ۲۶ ميله بېلابېلې وسلې او جنګي تجهيزات ترلاسه شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د غبرګولي په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل، د دغې قول اردو د درېيمې پلې لوا په مشرۍ د ننګرهار امنيه قوماندانۍ او استخباراتو رياست له خوا په جلال اباد ښار کې چاڼیز عملیات کړي دي.
هغه زياته کړه، دغه چاڼيز عمليات چې د جلال اباد ښار په قصبې، بېز اکمالاتي، خوشګنبد او مجبور اباد سيمو کې شوي، په پایله کې یې ۲۶ ميله بېلابېلې وسلې ترلاسه شوې دي.
نوموړی وايي، د عملياتو پر مهال ۱۲سوه مرمۍ، ۳۴ شاژورونه، ۱۱ نظامي چپرکټونه، دوربين، زرهې خولۍ او نور نظامي تجهيزات هم تر لاسه شوي دي.
د مولوي محمدي په وينا، د يادو عملياتو موخه د امنيت ټينګښت او د دولت ضد کړنو مخنيوی دی.
دا عملیات په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د امنيتي ځواکونو له نوم څخه په ګټې اخېستنې د غلا او انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.
پرون هم يوه ډله وسلهوال انسان تښتوونکي وروسته له هغې ونيول شول چې د طالبانو له نامه په ګټې اخېستو يې په مومندرې ولسوالۍ کې چيک پواینټ جوړ کړی و او درې سوداګر يې تښتولي وو.
يوسف ظريفي
ایډیټ: نادم
یعقوبي
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP