Pajhwok Afghan News

ناټو: چمتو یو اوکراین ته پرمختللې وسلې ورکړو

اټلانټا (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د ناټو سازمان سرمنشي جینز سټولټنبرګ وایي، دوی چمتو دي چې د روسیې د یرغل پر وړاندې اوکراین ته نوې پرمختللې وسلې او مهمات ورکړي؛ خو پر وینا یې چې دا به یو څه وخت ونیسي.

نوموړي دا څرګندونې د بلجیم په پلازمېنې بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په پیل کې خبریالانو ته کړې دي.

سټولټنبرګ وویل، اوکراین ته د پرمختللو وسلو ورکولو بېړنۍ اړتیا ده، خو د دغو وسلو د استعمال په اړه څرګندونو کې یې له احتیاطه کار واخیست. د هغه په وینا ښایي د اوکراین پوځ له دغسې پرمختللو وسلو سره بلد نه وي او دا وخت غواړي.

د ناټو عمومي سرمنشي زیاته کړه، متحدین اوس د زړو وسلو او تجهیزاتو له پړاوه تېر شوي او اوکراین ته لرې واټن ویشتونکې، د هوایي مدافعې پرمختللي سیسټمونه، عصري توپونه او درنې وسلې ورکوي.

د نوموړي په وینا : «دا یو واقعیت دی، اوس چې موږ په حقیقت کې د شوروي د وخت له وسلو څخه د ناټو د پرمختللو وسلو پړاو ته داخلېږو نو یو څه وخت پکار دی چې اوکراینیان د دغو نویو سیسټمونو له استعمال سره بلد شي.»

سټولټنبرګ وایي، د ناټو مشران به د روانې میاشتې په پای کې د مادرید په سرمشریزه کې د اوکراین د ملاتړ لپاره پر یوه پراخ پلان موافقه وکړي چې پر اساس به یې دا هېواد وکولای شي چې خپل ځواکونه په اوږد مهال کې د ناټو پر معیار برابرو وسلو سمبال کړي.

Views: 45

Exit mobile version