Pajhwok Afghan News

د ننګرهار هوايي ډګر ملکي الوتنو ته چمتو شوی

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار د ترانسپورټ او هوايي چلند اداره وايي، د دغه ولايت ملکي هوايي ډګر چې په تېرو دوو لسيزو کې ترې نظامي ګټه اخېستل کېده، اوسمهال په بشپړه توګه د ملکي الوتنو لپاره چمتو شوی دی.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې له دغه هوایي ډګره به ډېر ژر ملکي الوتنې پيل شي.

د ننګرهار د ترانسپورټ او هوايي چلند رييس قاري حنظله ملنګ د غبرګولي په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، له شلو کلونو وروسته د دغه ولايت ملکي هوايي ډګر چې نظامي ګټه ترې اخېستل کېده، بېرته په بشپړه توګه د ملکي الوتنو لپاره چمتو شوی دی.

هغه زياته کړه: «واک ته د اسلامي امارت تر رسېدلو وروسته د هوايي ډګر ځينې برخې ملکي پروازونو ته چمتو شوې، خو ځينې برخې لا هم نظامي وې او مجاهدين پکې وو، اوس په بشپړه توګه موږ ته وسپارل شو، تېره ورځ هم پکې د يونيسف يوه الوتکه له کابل راغله او ناسته يې وکړه.»

د ننګرهار د ترانسپورټ رييس وايي، د وزارت له لوري هوايي شرکتونو سره خبرې روانې دي او ډېر ژر به ځيني شرکتونه له ننګرهاره ملکي سوداګريزې الوتنې پيل کړي.

بلخوا، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره تاييد کړې چې د ننګرهار هوایي ډګر د ملکي الوتنو لپاره چمتو شوی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د ننګرهار هوايي ډګر ، په تېرو شلو کلونو کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له خوا یوازې د نظامي موخو په پار کارول کېده او د ملکي الوتنو پر مخ تړلی و.»

خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه هوایی ډګر مسلکي کاري ټیم د مخابرې سيستم، د هوایی ډګر برجونه او د هوایی برجونو کنټرول ټول تجهیزات ترمیم، تنظیم او بیا فعال کړي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار اوسېدونکي او سوداګر د دغه هوايي ډګر پرانیستل کېدو او الوتنو پيلېدو ته هيله‌من دي.

د ننګرهار ولايت يو سوداګر عزيزالرحمن عرب پژواک ته وويل، د کابل – جلال‌اباد لويه لار ډېر کله نا امنه او ترافيکي پېښو سره مخ وي چې سوداګرو لپاره پرې تګ راتګ ستونزمن دی، که ملکي الوتنې پيل شي نو ډېره ګټوره به وي.

دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې هم حکومتي مسوولان له ياد هوايي ډګره د ملکي الوتنو د پيل خبر ورکړى و.

Views: 69

Exit mobile version